امنیت

هند پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه وغندل

انځور- د جون ۲۸ مه پر افغانستان د پاکستان هوايي برید

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول اقدامات د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او د سیمې د امنیت لپاره یو لوی تهدید دی.

د ډیلي لخوا په خپره شوې رسمي بیانیه کې راغلي، چې هندوستان د هغو پوځي بریدونو کلک مخالفت کوي چې په ترڅ کې یې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې‌ګناه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هند ډیپلوماټیکې دستګاه یو ځل بیا د افغانستان له ملي حاکمیت څخه پر خپل دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت  ویلي چې د یکشنبې په شپه د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د ویاند د مرستیال، حمدالله فطرت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د خلکو استوګنیز کورونه په نښه کړي او ۳ کورونه یې په بشپړه توګه نړولي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په «مندوخېلو» کلي کې اوښتې ده.

طالب چارواکي وایي په دغه کلي کې لومړی د خلکو پر یو کور برید وشو چې پکې یو سپین‌ږیری او یو ماشوم ووژل شول، خو کله چې د کلي خلک د قربانیانو د ژغورلو او مرستې لپاره راټول شول، پاکستاني الوتکو په دغه کلي دویم ځل بمباري وکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د برید په غبرګون کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۹تنه د ټي ټي‌پي او جماعت‌الاحرار وسله‌وال وژلي دي.