افغانستان

طالبان: د سړک جوړولو ۷۴ لویو پروژو زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دا مهال د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړک جوړولو پر ۷۴ لویو او بنسټیزو پروژو کارونه په چټکۍ روان دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو له مهمو برخو څخه د کابل–غزني دویم لین سړک، د سالنګونو لویه لار، د کونړ–نورستان سړک، د دشت ارچي–کندوز سړک، د کندهار–سپین بولدک سړک، د میمنې–فردوس سړک، د کندهار–هلمند سړک، په بادغیس کې د حقلوي سړک او د قوش‌تېپې–درزاب سړک یادولی شو.

اقتصادي معاونیت زیاتوي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ۱۳۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې دا چاره د هېواد د اقتصادي ودې، د بېکارۍ د کچې د راکمېدو او د خلکو د عایداتو د زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د سړکونو د بنسټیزو پروژو بشپړېدل نه یوازې د هېواد د ترانسپورتي شبکې په پراختیا کې مهم رول لري، بلکې د سوداګرۍ د ودې، د لېږد لګښتونو د کمېدو او د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال لپاره هم اغېزناک تمامېږي.