امنیت

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی: د پاکستان بریدونه د ځمکنۍ بشپړتیا جدي نقض دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او وحشیانه بمباري په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.

د دغې استازولۍ لخوا په خپره شوې رسمي اعلامیه کې ټینګار شوی چې د پاکستان لخوا هېڅ ډول امنیتي پلمه او ادعا نشي کولای د افغانستان پر خاوره یو اړخیز پوځي تېری او د بې‌ګناه ملکیانو وژنه توجیه کړي.

افغان استازولۍ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان د دغو تېریو پر وړاندې چوپ پاتې نشي، د کړکېچ د لا زیاتېدو مخنیوی وکړي او د افغان ولس د حقونو او خوندیتوب لپاره عاجل ګامونه پورته کړي.

پدې بیان کې راغلي چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلو کورنیو، امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو لپاره تل پر افغان خاوره بې‌بنسټه تورونه لګولي او افغان ولس یې د خپلو اشتباهاتو قرباني کړی دی.

استازولۍ پر اسلام‌اباد غږ کړی چې په سمدستي توګه د افغانستان په قلمرو کې خپل ټول پوځي تحرکات او بریدونه بند کړي او د نړیوالو بشري قوانینو د سرغړونې بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.

دا توند دیپلوماتیک غبرګون داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) هم په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۲۸ ملکیانو مړینه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.