د پاکستان د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې طالبان او هند د پاکستان په خاوره کې د «ترهګرۍ د پراختیا» په حال کې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې د «ملي یووالي او همغږۍ» په مټ د «ترهګرۍ» پر ضد یو پرېکنده عملیات پیل شي او «ترهګر» په بشپړه توګه له منځه یووړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان طالبان د «ټي ټي پي» په ملاتړ او هغوی ته په پناه ورکولو تورنوي او تر اوسه یې څو ځله د افغان خاورې ځینې برخې بمبار کړې دي.
