د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو د امریکایي ځواکونو اړوند ځینې اهداف په نښه کړي او ویشتي دي.
ایران دا ګام د هغو امریکایي هوایي بریدونو په غبرګون کې پورته کړی چې په وروستیو کې د دغه هېواد پر سویلې ساحلونو شوي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د امریکا دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د لاسلیک شوي یادښت (معاهدې) ښکاره سرغړونه وه.
په دغه خپره شوې اعلامیه کې ایران د هغو اهدافو د نوعیت په اړه څه ندي ویلي چې دوی ویشتي او نه یې هم د دغو ځایونو دقیق موقعیت په ډاګه کړی دی.
