د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د چنګاښ ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د عاشورا مراسم سږ کال هم د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره شول.

یو شمېر شیعه ويرکوونکي وایي، چې طالبانو د محرم او عاشورا د مراسمو لپاره محدودیتونه لګولي دي؛ له هغې ډلې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې د مراسمو ترسره کول، په ځینو سیمو کې د بیرغونو او د ماتم د نښانونو پر لګولو بندیز ، د عزادارۍ د ډلو د تګ مخنیوی او په جوماتونو کې د لاډسپیکرونو پر کارولو بندیز شامل دي.

بل لور ته، د افغانستان د شیعه علماوو شورا، له دغو محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې او په خپله خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي، چې د جوماتونو او تکیه‌خانو یو شمېر مسؤلان نیول شوي او د دې وضعیت د بېړنۍ ارزونې غوښتنه یې کړې ده.