د موندنېګرو پولیسو او د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) یو ایرانی وګړی چې پر امریکایي بنسټونو یې د ۳.۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د سایبري بریدونو تور پرې پورې دی، په ګډه نیولی دی.
دا ۳۹ کلن کس چې د ایران او ترکیې دوه ګونی تابعیت لري، د نیویارک د یوې محکمې لخوا د کمپیوټري درغلیو، هک کولو او د هویت غلا کولو په تورونو تر تعقیب لاندې و.
د موندنېګرو د پولیسو په وینا، دغه کس د کوتور په ساحلي ښار کې نیول شوی او د استرداد (سپارلو) د قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره به په پلازمېنه پودګوریتسا کې یوې محکمې ته وړاندې شي.
په بیانیه کې راغلي چې دغه هکر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په امریکا کې له ۱۵۰ څخه زیات پوهنتونونه په نښه کړي او له دې لارې یې ۳.۴ ملیارد ډالره مالي زیان اړولی دی.
پولیس زیاتوي چې غلا شوي معلومات او د پوهنتونونو هک شوې پاڼې د ایران د سپاه پاسداران (IRGC) او نورو ایراني بنسټونو په ګټه کارول کېدې.
د روان کال په اپرېل میاشت کې هم امریکایي استخباراتي او امنیتي ادارو د امریکا پر حیاتي تاسیساتو د ایراني هکرانو د سایبري بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.
