د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې محلي سرچینې وايي، چې نامعلومو وسلهوالو یوه ښځینه ډاکټره پهخپل کور کې دننه په بېرحمانه توګه وژلې ده.
یوې باوري سرچینې تایید کړې چې دا پېښه د غبرګولي (غبرګولې) په ۳۱مه، د یکشنبې په شپه د سرخرود ولسوالۍ اړوند د «شیخ مصري» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغې وژل شوې ښځینه ډاکټره «ګلالۍ» نومېده او د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، چې په یاده سیمه کې یې د دندې له امله ژوند کاوه.
په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو هدفي وژنې او د خوندیتوب نشتوالی تل د روغتیايي ټولنې د اندېښنې لامل ګرځېدلی دی.
د طالبانو ځایي چارواکو او د امنیه قوماندانۍ مسوولینو تر اوسه پورې د دغې پېښې د انګېزې او د عاملینو د نیولو په اړه رسنیو ته په رسمي توګه څه ندي ویلي.
