متحده ایالتونه

پنټاګون له کانګرس څخه د ایران جګړې لپاره ۸۰ میلیارده ډالره وغوښتل

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په بېړنۍ توګه له سناتورانو څخه د ۸۰ میلیارده ډالرو نوې بودیجې غوښتنه کړې، چې ډېری برخه یې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې د درنو لګښتونو پوره کولو ته ځانګړې شوې ده.

دا غوښتنه په‌داسې حال کې د کاپیتول هیل په دهلېزونو کې څرخېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له مخکې د هېواد د نظامي بودیجې د بې-ساري زیاتوالي طرحه وړاندې کړې ده.

د رپوټونو له مخې، که څه هم سپینې ماڼۍ لا تر اوسه کانګرس ته په‌دې تړاو رسمي وړاندیز ندی لېږلی، خو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ په شخصي توګه له اغېزناکو سناتورانو سره لیدنې پیل کړې دي.

د پنټاګون دغه لویه غوښتنه د امریکا په سیاسي ډګر کې له سختو نیوکو او شکونو سره مخ ده؛ ځکه قانون جوړونکي له ایران سره د ټرمپ د نوي اوربند او د جګړې د راتلونکو پړاوونو په تړاو ډاډه ندي.

بل لور ته، سپینې ماڼۍ د نوي مالي کال لپاره د دفاع وزارت لپاره د کتنې ۱.۵ ټریلیونه ډالرو ریکارډ بودیجه غوښتې، چې د تېرو کلونو په پرتله د ۵۰ سلنه زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د سنا مجلس د اکثریت مشر «جان ټون» تایید کړې، چې دوی د دې مالي کڅوړې په تمه دي ترڅو د هغو وسلو او مهماتو زېرمې بېرته ډکې کړي چې د ایران په جګړه کې کارول شوې او خلاصې شوې دي.

خو د ډیموکرات ګوند سرسختې سناتورې «پاټي موري» تېره میاشت په یوه تنده وینا کې وویل، چې د امریکايي کورنیو د خولې د تېلو د مالیې پیسې باید په داسې جګړه کې مصرف نشي چې ولس یې په کلکه مخالف دی.

په‌خپله د دفاع وزیر بیا د سناتورانو د نیوکو په ځواب کې ویلي، چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، نو د هغې بیه او لګښت به د دغو ۸۰ میلیارده ډالرو څخه خورا زیات او د نړۍ لپاره خطرناک وي.