افغانستان

د پاسپورت ریاست پر تړلي پاتې کېدو د خلکو نیوکه

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته نړۍ ته د افغانانو د کډوالۍ نوې څپه پیل شوه. اوس دغه وضعیت د دې لامل شوی چې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست تېر یوه کال کې په ترټولو زیات ګڼې ګوڼې لرونکې ادارې بدل شي.

که څه هم طالبانو د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې څو ځله وګړو ته د پاسپورت د وېش په تړاو خپل سیاست بدل کړی دی او په وروستۍ پرېکړه کې چې نیولې یې ده، اوس یوه میاشت او ۱۳ ورځې کیږي د پاسپورت ریاست دروازه د خلکو پرمخ تړلې او یوازې کمېشن‌کاران او هغه کسان چې له طالبانو سره پېژندګلوي لري پاسپورت اخیستی شي.

د هېواد وګړي د دغه ریاست له ناڅرګند وضعیت او اوږده ځنډ څخه شکایت لري او اوسمهال سلګونه زرو کسانو په انلاین ډول د پاسپورت اخیستو غوښتنه کړې ده.

همداراز زرګونه ناروغان د پاسپورت اخیستو ته په تمه دي ترڅو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي او د خلکو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره طالبان د پاسپورت ریاست د تړل کېدو لامل نه روښانه کوي.

هغه ناروغان چې د پاسپورت اخیستو ته په تمه دي

صادق وطن‌یار یو له هغو ناروغانو دی چې غواړي د درملنې لپاره یوه ګاونډي هېواد ته ولاړ شي.

هغه وایي: «ډېره موده کېږي چې روغتیایي وضعیت مې ښه نه دی. کابل کې ډاکترانو ځواب راکړ او د درملنې لپاره باید یوه ګاونډي هېواد ته ولاړ شم. مخکې څو ځله د پاسپورت اخیستو لپاره راغلم؛ خو بریالی نه شوم. په دې وضعیت کې تر اوسه سلګونه ځله د پاسپورت ریاست تر دروازې ورغلم او رد ځواب مې ترلاسه کړ.»

وطن‌یار دوام ورکړ، شته وضعیت دې ته اړ ایستلی چې د قاچاق له لارې بل هېواد ته ولاړ شي؛ ځکه د نوموړي په وینا «طالبانو د ټولو ژوند تریخ کړی دی.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد سروري وایي: «اووه میاشتې مخکې مې د پاسپورت انلاین پاڼه ډکه کړه او خپل وار ته په تمه وم ترڅو پاسپورت ترلاسه کړم. زما وار راونه‌رسېد او د پاسپورت ریاست دروازه وتړل شوه.»

هغه زیاتوي: «کابل کې ژوند ستړی کړی یم او نور موږ ځوانانو ته په افغانستان کې هیله نه ده پاتې او باید بهر ته ولاړ شم. د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند خوند نه لري. پاسپورت چې زموږ قانوني حق دی نه یې راکوي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شته ناوړه اقتصادی وضعیت، د خپلې خوښې او جبري کډوالۍ بهیر ګړندی کړی دی او له همدې امله، د پاسپورت اخیستو غوښتنه هم زیاته شوې ده.

طالبانو په تېر یوه کال کې څو ځله د پاسپورت د وېش بهیر درولی دی او په وروستیو میاشتو کې او د پاسپورت ریاست له تړل کېدو مخکې، یوازې په کابل کې د پاسپورت د چاپ او وېش بهیر روان و.

د کابل اوسېدونکی اقبال رحیمي وایي چې پلار یې د درملنې لپاره د پاکستان تر پولې بېولی؛ خو نه دی بریالی شوی چې له پاسپورت پرته له پولې تېر شي او د پلار وضعیت یې هم ښه نه دی.

رحیمی زیاته کړه: «اړ شوم خپل ناروغ پلار بېرته کابل ته راولم او د پلازمېنې د یوه روغتون په ځانګړې برخه کې یې بستر کړم.»

هغه د پاسپورت اخیستل د هر افغان حق ګڼي او وایي، چې طالبانو سربېره پر دې چې هغوی له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي، اوس د پاسپورت اخیستو حق هم نه ورکوي.

طالبانو ته د پاسپورت ورکول دوام لري

د پاسپورت ریاست یوه کارکوونکي چې د خپل نوم له یادولو یې ډډه وکړه وایي: «د طالبانو د کسانو او کمېشن‌کارانو لپاره د پاسپورت د وېش بهیر هره ورځ دوام لري. د طالبانو کسان له اړوندو بنسټونو د مکتبوب له راوړلو سره کولای شي پاسپورت واخلي.»

هغه دوام ورکړ: «د دغه ریاست کارکوونکي په اونۍ کې درې ورځې په نوبت سره دندې ته ځي او طالبانو ته پاسپورتونه ورکوي.»

د پاسپورت ریاست دغه کارکوونکي ټینګار وکړ چې نه پوهېږي ولې د عادي غوښتونکو لپاره د پاسپورت بهیر تړلی دی او کله به بیا پيل شي؟

که څه هم د پاسپورت ریاست د طالبانو یوه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي؛ خو روښانه نه ده، چې په څه دلیل د طالبانو له خوا د پاسپورت د وېش خدمات درول شوي دي او د دغې ډلې چارواکي ولې په دې اړه څه نه وایي.