د امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د هغې پرېکنده او تاریخي هوکړې رسمي متن په ډاګه کړ چې د اونۍ په پای کې له ایران سره نهایي شوې وه.
یو لوړپوړي امریکایي چارواکي د دغه ۱۴ مادهییز سند متن رسنیو ته ولوست چې پهکې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو، پر ایران د مالي بندیزونو د کمولو او په راتلونکو تخنیکي خبرو کې د اټومي پروګرام په اړه شرایط روښانه شوي دي.
دا سند چې د «امريکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اسلاماباد هوکړه لیک» په نوم نومول شوی، وروسته له هغې په رسمي ډول عامه شو چې په واشنګټن کې د متن د پټ ساتلو پر سر سختې نیوکې راپورته شوې.
د امریکا د حکومت یو لوړپوړي چارواکي وویل، دا یو داسې تړون دی چې موږ ته اجازه راکوي د هرمز تنګی سمدستي پرانیزو، ایرانیان د اټومي خاورې پر پاکولو مجبوره کړو او د هغوی د ښه چلند په بدل کې اقتصادي معافیتونه ورکړو.
سی این این لیکي چې د دې رسمي متن او د هغې مسودې ترمنځ چې پرون افشا شوې وه، دوه خورا مهم تفاوتونه شته؛ لومړی دا چې په رسمي متن کې په صراحت سره راغلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د بېاغېزې کولو لپاره باید د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې په خپله خاوره کې د «کم غليظه کولو لږ تر لږه مېتودولوژي یا اسلوب» وکارول شي، پهداسې حال کې چې په لومړنۍ مسوده کې دا مېتودولوژي نه وه ذکر شوې.
دویم برخلیک ټاکونکی توپیر دا دی چې په نهایي متن کې په روښانه توګه لیکل شوي چې ایران به سوداګریزو کښتیو ته د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال «یوازې د ۶۰ ورځو لپاره د هیڅ ډول باج او محصول پرته د وړیا تګ راتګ» اجازه ورکوي، خو په لومړنۍ مسوده کې دغه وړیا توب او د ۶۰ ورځو محدودیت بیخي شتون نه درلود.
امریکایي چارواکو سي این این ته تایید کړې چې دغه رسمي متن د هغې ډیجیټلي هوکړې اصلي بڼه ده چې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه د مرستیال جې ډي ونس او د ایران د پارلمان د رئیس محمد باقر قالیباف لخوا لاسلیک شوې وه.
که څه هم دا پرېکړه لیک یو سیاسي سند یاد شوی خو د جمعې په ورځ به په سویس کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د وروستي دایمي تړون لپاره ۶۰ ورځنی موده په رسمي ډول پیل کړي.
د واړو هیوادونو ترمنځ ۱۴ ماده ییز تفاهم په لاندې بڼه دی:
۱ ماده: امریکا، ایران او د هغوی جنګي متحدین د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي؛ له دې وروسته به پر یو بل برید نه کوي او د لبنان د ملي حاکمیت درناوی به کوي.
۲ ماده: دواړه هېوادونه د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې له هر ډول مداخلې څخه ډډه کولو ته ژمن دي.
۳ ماده: امریکا او ایران ژمنه کوي چې په اعظمي توګه د ۶۰ ورځو په موده کې د وروستي دایمي تړون لپاره خبرې وکړي، چې دا موده د دواړو په خوښه د غځېدو وړ ده.
۴ – ماده: د دغه سند تر لاسلیک وروسته، امریکا سمدستي د ایران له بندرونو د سمندري بندیزونو لیرې کول پیلوي او په ۳۰ ورځو کې به یې بشپړ کړي. همدا راز واشنګټن د نهایي تړون تر ۳۰ ورځو وروسته خپل ځواکونه له سیمې لیرې کوي.
۵ ماده: ایران به یوازې د ۶۰ ورځو لپاره د خلیج څخه د عمان بحیرې ته د سوداګریزو کښتیو وړیا او خوندي تګ راتګ تضمینوي. ایران به په ۳۰ ورځو کې هلته ماینونه پاکوي او د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت لپاره به له عمان او نورو ساحلي هېوادونو سره خبرې کوي.
۶ ماده: امریکا له خپلو سیمهییزو شریکانو سره ژمنه کوي چې د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت مالي پلان جوړ کړي. د دې پلان لارې چارې به په ۶۰ ورځو کې نهایي شي او واشنګټن به ورته ټول اړین مالي جوازونه صادر کړي.
۷ ماده: امریکا ژمنه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د اټومي اژانس او د امریکا د ټولو لومړنیو او ثانوي یو اړخیزو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نهایي تړون په چوکاټ کې یو منظم مهالوېش وټاکي.
۸ ماده: ایران بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې نه جوړوي. دواړه لوري موافق دي چې د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو د بېاغېزې کولو لپاره باید د اټومي اژانس تر څارنې لاندې په خپله خاوره کې د «کم غليظه کولو لږ تر لږه مېتودولوژي» وکارول شي.
۹ ماده: تر وروستي تړون پورې، دواړه لوري د اوسني وضعیت پر ساتلو موافق دي. ایران به د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت ساتي، امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي او سیمې ته به نوي ځواکونه نه لېږي.
۱۰ ماده: د دغه سند له لاسلیک سره سم، د امریکا د خزانې وزارت مکلف دی چې د ایران د خامو تېلو، پټرولیمي محصولاتو او ټولو اړوندو بانکي، بیمې او ټرانسپورټي خدماتو لپاره سمدستي رسمي معافیتونه جاري کړي.
۱۱ ماده: امریکا ژمنه کوي چې د ایران ټولې کنګل شوې شتمنۍ د ایران د مرکزي بانک لخوا د هر ټاکل شوي ګټه اخیستونکي لپاره د استفادې وړ وګرځوي او واشنګټن به ورته لازم قانوني جوازونه ورکوي.
۱۲ ماده: امریکا او ایران موافقه کوي چې د دغه هوکړه لیک د بریالي پلي کېدو او د راتلونکي نهایي تړون څخه د څارنې لپاره یو ګډ اجرایوي او نظارتي میکانیزم رامنځته کړي.
۱۳ ماده: د دغه سند تر لاسلیک او د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو (د جګړې ودرول، د بندیزونو لیرې کول، د هرمز تنګي خلاصول او د تېلو د صادراتو ازادي) له عملي کېدو وروسته، دواړه لوري به نېغ په نېغه یوازې پر پاتې مادو خبرې پیل کړي.
۱۴ ماده: وروستی او نهایي تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه لازمالاجرا پرېکړه لیک لخوا تایید او تضمینېږي.
