لویدیځه اسیا

د پاکستان لومړی وزیر: امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې پر متن سلا شول

شهباز شریف، د پاکستان لومړی وزیر.

د پاکستان په منځګړیتوب، واشنګټن او تهران په منځني ختیځ کې د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره یو وروستي متن ته رسېدلي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی، چې د امریکا متحده ایالاتو او ایران په منځني ختیځ کې د خپلې جګړې د پای ته رسولو په موخه د یوې هوکړې پر وروستي متن موافقه کړې ده.

شهباز شریف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امریکا او ایران یو «وروستي او توافق شوي متن» ته رسېدلي او پاکستان، چې د دغو منځګړیتوبونو مشري کوي، له دواړو هېوادونو سره پر راتلونکو ګامونو کار کوي. هغه زیاته کړې: «سوله هېڅکله د اوس په څېر نږدې نه وه.»

دا پرمختګ په‌داسې حال کې کېږي چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د درېیو ورځو لپاره سختې نښتې وشوې، چې سیمه یې د یوې بلې پراخې جګړې په لور بیوله. خو له تېرې برخلیک ټاکونکې هوکړې وروسته دواړه خواوې د سولې تر ټولو نږدې پړاو ته رسېدلې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د جمعې په ورځ تایید کړه چې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د عراقچي دغه پیغام په خپلو ټولنیزو پاڼو کې شریک کړی دی.

د دغې جګړې له امله د فارس خلیج څخه د تېلو او طبیعي ګازو لېږد په ټپه درېدلی و.

عباس عراقچي د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل چې دواړه لوري د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره د لومړنۍ هوکړې پر لاسلیک کار کوي، چې په لبنان کې د جګړې بندول هم په‌کې شامل دي.

د اټومي پروګرام په تړاو، عراقچي وویل چې د ایران د اټومي پروګرام پر تخنیکي جزیاتو به د هوکړې له لاسلیک وروسته په راتلونکو ۶۰ ورځو کې وروستۍ پرېکړه کېږي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي هم ویلي چې په دغه ۶۰ ورځنۍ موده کې به د ایران د خورا بډایه شویو یورانیمو د له منځه وړلو یا لېږدولو پر لارو چارو کار وشي.

په‌دې احتمالي هوکړه کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو پرېکړه هم شوې ده، چې د تېلو د لېږد حیاتي لاره ده.

خو ایران غواړي له هغو بېړیو څخه د خدماتو فیس واخلي چې له دغه تنګي تېرېږي؛ هغه غوښتنه چې امریکا او نور هېوادونه یې د نړیوالو قوانینو خلاف بولي.

له بلې خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسراییل کاټس ویلي چې اسراییل د دغې هوکړې برخه نه دی.

هغوی خبرداری ورکړی چې اسراییل به له هغو سیمو څخه چې په لبنان، سوریه او غزه کې یې نیولې دي، پر شا نشي او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په خپلواک ډول عمل کولای شي.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، دغه هوکړه تر ډېره د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ او د سعودي عربستان، ترکیې، مصر او قطر په ملاتړ منځګړیتوب ته رسېدلې ده او تمه ده په نږدې ورځو کې په رسمي ډول په واشنګټن او تهران کې لاسلیک شي.