په کندوز کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دوو موټرو د ټکر او اور اخیستو له امله پنځو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندوز کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د کندوز–امام صاحب پر لویه لاره د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله، پنځه ځوانان مړه شوي او دوه تنه نور سخت ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د «ټویوټا اکوا» او «ټویوټا کورولا» ډوله دوه ګړندي موټر په خورا لوړ سرعت سره یو له بل سره وجنګېدل.
سرچینې زیاتوي چې له ټکر سره سم دواړو موټرو اور واخیست چې له امله یې ۵ تنه سپاره کسان په کې وسوځېدل او مړه شول او ۲ تنه نور په کې ژوبل شول.
د ځګاګي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې ټول قربانیان او ټپیان د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي او ځوانان دي.
طالب چارواکو تر اوسه د دغې پېښې د څرنګوالي او د قربانیانو د کره شمېر په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه ندي ویلي.
په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ولایتونو ترمنځ پر لویو لارو ترافیکي پېښې، د سړکونو د خرابوالي او بې احتیاطۍ له امله لا هم د خلکو د مرګژوبلې یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
