د ماشومانو د کار پروړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ، د ملګرو ملتونو دغه ارګان غوښتنه کړې چې د ماشومانو ځای ښوونځی دی، نه د کار چاپیریال.
د کار نړیوال سازمان (ILO) د ماشومانو د کار پروړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل نوي پیغام کې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې لا هم نږدې ۱۳۸ میلیونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ له حکومتونو، خصوصي سکټور او سیمه ییزو ټولنو غوښتي چې د ماشومانو د کار د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، هیڅ یو ماشوم باید پهداسې وخت کې کار ونهکړي چې د هغه د زده کړې، لوبو او د خپلو خوبونو د رښتیا کېدو عمر وي.
د راپور له مخې، د اسیا او اقیانوسیې سیمې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ماشومانو د کار په کچه کې تر ټولو زیات کموالی ثبت کړی او دا کچه له ۵.۶ سلنې څخه ۳.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.
خو د کار نړیوال سازمان اټکل کوي چې د دغه پرمختګ سره سره، لا هم په یادې سیمه کې شاوخوا ۲۷.۷ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو لګیا دي.
دغه نهاد په نړیواله کچه د عامه پوهاوي یو کمپاین هم پیل کړی او له خلکو یې غوښتي چې د ماشومانو د کار پر وړاندې د «سور کارټ» په پورته کولو سره له دغې پدیدې سره مبارزې ته راودانګي.
د ماشومانو د کار پروړاندې د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۲مه لمانځل کېږي، چې موخه یې د هغو ماشومانو وضعیت ته د نړۍ پام اړول دي چې د کار له امله له زده کړو، روغتیا او د ماشومتوب له حقونو بېبرخې کېږي.
د کار نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو کار لا هم یو له جدي او لویو ننګونو څخه دی، چې کلونو جګړو او اقتصادي بحران ډېری کورنۍ مجبوره کړې دي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ماشومانو پر عاید تکیه وکړي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته، د فقر زیاتوالي، د کورنیو د عایداتو کمښت او د نړیوالو مرستو کمېدو پر زیانمنو افغان کورنیو فشارونه لا پسې زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په ځلونو خبرداری ورکړی چې سختو اقتصادي ستونزو ډېری افغان ماشومان بازارونو، د دکاندارۍ او د لاس پلورنې چارو، کروندګرۍ او تولیدي کارګاوو ته کش کړي دي.
بل لور ته، بشري بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدودیتونه او ښوونځیو ته د هغوی د لاسرسي په وړاندې خنډونه، د ماشومانو د کار، د کم عمره ودونو او د ماشومانو د نورو ناوړه ګټو اخیستنو خطرونه زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې لا هم له ۲۲ میلیونو څخه زیات کسان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، چې ماشومان پهکې د اقتصادي او ټولنیز بحران پر وړاندې تر ټولو ډېر زیانمنونکی قشر دی.
د کار نړیوال سازمان په پای کې ټینګار کړی، که څه هم په نړیواله کچه د ماشومانو د کار په کمولو کې پرمختګ شوی، خو د دغې پدیدې د بشپړې محوې لپاره دوامداره او همغږو نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.
