بشري حقوق ښځې

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو د ډله‌ییزو نیونو او پر اعتراض کوونکو د ډزو په اړه سخته اندېښنه ښودلې

انځور- ملګرو ملتونو ویب سایټ څخه

د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې په هرات ښار کې د تېرې اوونۍ په پای کې د طالبانو د چارواکو لخوا د جامو او حجاب د طرز د نقض په تور، د لږ تر لږه ۳۰ افغان ښځو پر نیول کېدو «سخته او جدي اندېښنه» څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو خپلواکو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ په ډاګه کړه چې دا ښځې د هغو فرمانونو د سرغړونې په تور نیول شوې دي، چې له مخې یې ښځې مکلفې دي چادري (بورقه) یا تور څادر له ماسک سره یو ځای واغوندي او همدا راز د عطرونو پر کارولو هم بندیز لګول شوی دی.

دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې واک ته د طالبانو په بېرته رسېدو سره، د ښځو پر زده کړو، کار او نورو اساسي حقونو ورځ تر بلې محدودیتونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې خبرداری ورکړی، که څه هم له نیول شویو ښځو څخه ډېری یې بېرته خوشې شوې دي، خو دغو ډله‌ییزو نیونو په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو ترمنځ د وېرې او ترهې فضا خورا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو خپل‌سرې نیونې پر دوی او د دوی پر کورنیو ژورې او اوږدمهالې ناوړه اغېزې شیندي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې، جورجېټ ګانیون په‌دې اړه وویل: «په افغانستان کې د یوې ښځې بندي کېدل له ځان سره یو ډېر لوی ټولنیز پېغور (داغ) لري. دا کار د دې لامل کېږي چې ښځې حتی تر خوشې کېدو وروسته هم په خپلو کورنیو او ټولنو کې د لا زیات تاوتریخوالي او تجرید (یوازې پاتې کېدو) له خطر سره مخ شي.»

د دغو اندېښنو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا ګمارل شویو خپلواکو کارپوهانو د جون پر ۹مه په هرات ښار کې د دغو محدودیتونو پر وړاندې د معترضو لاریونوالو پر ضد د «ځواک څخه د بې‌کچې ګټې اخیستنې» پر راپورونو ژوره اندېښنه وښوده.

د کارپوهانو د معلوماتو له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو (چې سړي، ښځې او ماشومان په‌کې شامل وو) ډزې کړې او یو شمېر یې په بې‌رحمۍ سره وهلي ډبولي دي.

په دغه پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او له ۲۰ څخه زیات نور ټپیان دي.

که څه هم راپورونه وایي چې ځینو لاریونوالو په کاڼو ویشتل کړي و، خو کارپوهانو ټینګار کړی چې دا کړنه پخپله د داسې وژونکي ځواک (ډزو) کارولو لپاره قانوني دلیل نشي کېدای.

د بشري حقونو کارپوهانو وویل: «طالبان د افغانستان د اوسني واکمن ځواک په توګه مکلف دي چې د بشري حقونو د هغو نړیوالو تړونونو درناوی او پیروي وکړي چې افغانستان یې غړیتوب لري.»

هغوی زیاته کړه چې د برابرۍ حق، سوله ییزې غونډې، د بیان او تګ راتګ ازادي او له خپل‌سرو نیونو څخه خوندیتوب، هغه اساسي حقونه دي چې د عامه باور د بېرته رامنځته کېدو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره حیاتي دي.

دغو کارپوهانو (کوم چې د ملګرو ملتونو رسمي کارکونکي ندي او د خپل کار په بدل کې تنخوا نه اخلي) له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عاجل ګامونه پورته کړي، پاتې بندیان سمدستي خوشې کړي، له ناوړه چلند څخه ډډه وکړي، د ټپیانو د طبي درملنې پر وړاندې خنډونه او منفي څرګندونې او د خلکو د کورونو تلاشي بنده کړي.