امنیت

یوناما د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ۱۳ تنو وژل کېدل تایید کړل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په رسمي ډول تایید کړې چې د تېرې سې شنبې په شپه د افغانستان پر دریو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو (کنړ، پکتیکا او خوست) د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې روښانه کړې چې په دغو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي و، په دغو بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یوه سپینږیري په ګډون ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

مجاهد پاکستان د استوګنې د سیمو په نښه کولو تورن کړ او دا کار یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض وباله.

بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د ملکیانو مرګ‌ژوبله رد کړې او ادعا یې کړې چې دا بریدونه په خورا «دقیق او حساب شوي» ډول شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ۲۶ غړي وژل شوي دي.

خو اسلام‌اباد تر اوسه د ماشومانو د وژل کېدو د شواهدو په تړاو رسمي غبرګون ندی ښودلی.

دا خونړي بریدونه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سختو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو پر مهال کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش د وروستي راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ له پای څخه د مارچ تر پایه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ نښتو کې ۷۶۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې (۳۷۲ مړه او ۳۹۲ ټپیان).

د چین په ارومچي ښار کې له پرله پسې خبرو اترو سره سره، دواړه لوري لا هم د ډیورنډ په اوږدو کې د وسله‌والو د فعالیت پر سر اختلاف لري.