د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، په داسې حال کې چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه پورې یوازې ۲۶۹ میلیون ډالره ترلاسه شوي چې دا د ټولې اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۶ سلنه برخه جوړوي.
دغې ادارې په ایکس شبکه کې په یوې خپرې کړې بیانیه کې ټینګار کړی چې د بودیجې دا مخ په زیاتېدونکی کمښت، په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ کوي.
اوچا زیاته کړې چې له عاجل او سمدستي ملاتړ پرته، په افغانستان کې په میلیونونو کسان له مرستو د بېبرخې کېدو له خطر سره مخ دي.
له دې وړاندې، د «ډیټا فار افغانستان» په نوم یوه امریکایي بنسټ په خپل راپور کې ویلي وو چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې له ۱۱ میلیون څخه زیات کسان د بحران او یا له هغې په لوړه کچه د خوراکي توکو له ناامنيو سره مخ شي.
دغه بنسټ وویل چې د هېواد په ډېری برخو کې کارګران لا هم د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو توان نلري.
پهدې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال له اپریل څخه تر سپتمبر پورې به له ۱۱ میلیون څخه زیات کسان د خوړو د خوندیتوب د نړیوال شاخص (IPC) د درېیمې یا له هغې د لوړې کچې له ناامنۍ سره مخ وي، چې پهدې کچه کې “بحراني”، “بېړني” او “فاجعه بار” وضعیتونه شامل دي.
د دغې ارزونې پر بنسټ؛ بدخشان، بلخ، بامیان، ډایکنډي، فاریاب، غور، جوزجان، کنړ او سرپل د هېواد تر ټولو زیانمنېدونکې سیمې ګڼل کېږي.
پهدغو ولایتونو کې د خوراکي توکو له ناامنۍ د اغېزمن شوي نفوس لږ تر لږه ۴۰ سلنه برخه په بحراني یا تر هغه په بدتر وضعیت کې ژوند کوي.
جوزجان د شدیدې خوراکي ناامنۍ تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده؛ په داسې حال کې چې د دغه ولایت د زیانمنونکي نفوس نیمایي برخه له بحراني یا تر هغه د لوړ وضعیت له خطر سره مخ ده.
له هغې وروسته فاریاب، ډایکنډي او غور هر یو د ۴۵ سلنې په لرلو سره په راتلونکو رتبو کې ځای لري. بامیان، بلخ، سرپل، کنړ او بدخشان هم د ۴۰ سلنې په لرلو سره د زیانمنونکو ولایتونو په کتار کې راځي.
دا راپور همدا راز ښيي چې د خوراکي توکو د پېرلو وړتیا لا هم په افغانستان کې یوه له سترو ننګونو څخه ده.
