د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي)د هغو اندېښنو په ځواب کې چې وایي د ایران سمندري بندښت په افغانستان کې د خوارځواکۍ سره مخ میندو او ماشومانو ته د حیاتي خوراکي توکو رسول ټکني کړي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان باید د افغان ولس روغتیا او سوکالۍ ته مسوول پاتې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پاکستان لخوا د لارو تړل کېدو دغه بنسټ مجبور کړ ترڅو د مرستو لاره د ایران او دوبۍ په لور بدله کړي؛ خو د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله د ایران د بندرونو کلابندۍ دغه بدیله لار هم له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اشنا راډیو د افغانستان څانګې ته ویلي: «واک ته د طالبانو له رسېدو څخه د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو، اوس وخت راغلی چې طالبان د افغانستان د خلکو د روغتیا او رفاه په ملاتړ کې رغنده رول ولوبوي.»
دغه وزارت دا هم روښانه کړې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم پر بنسټ، د امریکا هغه ټولې مرستې چې د طالبانو لاس ته د ورتلو احتمال یې و، اوسمهال ځنډول شوې دي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هند ته د خپل سفر پر مهال د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل چې دا نړیوالې اوبه باید «په هر ډول چې وي» پرانیستې پاتې شي او هر ډول ګډوډي پکې غیرقانوني ده.
روبیو زیاته کړه: «هغه څه چې هلته روان دي غیرقانوني او د نړۍ لپاره د زغم وړ ندي.»
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د افغان-پاک د لارو بندښت او په منځني ختیځ کې د جګړې اور، په افغانستان کې ۱۷ ملیونه وګړي چې د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي، د قحطۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د دغه سازمان یوې مشرې کورین فلیشر ویلي، دوی اوس مجبوره دي چې مرستې د سعودي عربستان او دوبۍ له لارې انتقال کړي چې دا لار خورا ډېر وخت نیسي او لګښت یې هم زیات دی.
