د طالبانو مشر، هبتالله آخندزاده، په خپل اختریز پیغام کې له خلکو غوښتي چې د دې ډلې د واکمنۍ د ساتنې لپاره قرباني ورکړيد طالبانو مشر یو ځل بیا د خپلو فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار کړب او خلک اطاعت ته بللې دي.
هبتالله اخندزاده د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له فعالیتونو ملاتړ کړی او ادعا کوي چې د افغانستان ټولنه اصلاح ته اړتیا لري. په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، د بشري حقونو فعالان او د مدني ټولنې غړي د طالبانو سیاستونه او د هبتالله اخندزاده فرمانونه د تاریخ ستر ظلم بولي او وایي چې د افغانستان خلک د طالبانو د سیاستونو او کړنو قربانیان دي.
