د طلوعنیوز د دوو خبریالانو، منصور نیازي او عمران دانش، له نیول کېدو څخه د شپاړسو ورځو په تېرېدو، سرچینې آمو ته وایي چې دغو دوو خبریالان تر اوسه د مدافع وکیل له حقه بېبرخې پاتې دي.
طالبانو د دغو خبریالانو د نیولو د علت او د دوسیې د وضعیت په اړه له جزییاتو ورکولو پرته، یوازې د هغوی نیول تایید کړي دي.
د خبریالانو د نیول کېدو دوام او د هغوی د برخلیک په اړه بېخبري، په افغانستان کې د رسنیو پر محدودیتونو او د خبریالانو د کاري خوندیتوب په اړه اندېښنې پراخې کړې دي.
