د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته په خپل سفر کې وویل چې د ایران په وړاندې یې د صبر کاسه په ډکېدو ده.
دا څرګندونې هغه وروسته له هغې وکړې چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره یې د ایران پر لګښتمنې او نامحبوبې جګړې مفصلې خبرې وکړې او په ورته وخت کې راپورونه خپاره شول چې ایراني ځواکونو د متحده عربي اماراتو ساحل ته نږدې یوه بېړۍ نیولې ده.
سپینې ماڼۍ وویل چې ټرمپ او شي په بېجینګ کې په دې موافقه وکړه چې د هرمز ستراتیژیکه لاره باید د تګ راتګ پر مخ پرانیستې پاتې شي.
ایران د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته دا لاره په نښه کړې وه چې د نړۍ د انرژۍ رسولو لړۍ یې له بېساري خنډ سره مخ کړې ده. چین چې د ایران نږدې ملګری دی، د دغه هېواد د تېلو تر ټولو لوی پېرودونکی هم دی.
امریکا تېره میاشت پر ایران خپل بریدونه ودرول، خو د دغه هېواد د بندرونو کلکه محاصره یې پیل کړې ده.
د جګړې د پای ته رسولو خبرې ځکه په ټپه ولاړې دي چې ایران نه خپل اټومي پروګرام دروي او نه هم د غني شویو یورانیمو له زېرمو تېرېږي.
ټرمپ له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ویلي: «زه به نور ډېر صبر ونه کړم، هغوی باید معامله وکړي.»
په سمندر کې د کړکېچ په دوام، د چهارشنبې په ورځ یوه هندي بېړۍ چې څاروي یې لېږدول، د عمان په اوبو کې ډوبه شوه.
هند دا برید وغانده او ویې ویل چې ۱۴ عمله یې ژغورل شوي، خو امنیتي ادارې وايي ښايي دا بېړۍ په توغندي یا ډرون ویشتل شوې وي.
بلخوا، د اماراتو فجیره بندر ته نږدې یوه بېړۍ د «ناڅرګندو کسانو» لخوا نیول شوې او د ایران لور ته وړل شوې ده.
ټرمپ وویل چې شي جین پینګ ورسره ژمنه کړې چې ایران ته به نظامي تجهیزات نه ورکوي.
هغه دا یوه «لویه بیانیه» وبلله. همدارنګه، چین لېوالتیا ښودلې چې له امریکا څخه ډېر تېل واخلي ترڅو په راتلونکي کې د هرمز تنګي ته یې اړتیا کمه شي. دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
که څه هم امریکا د نومبر میاشتې منځمهاله ټاکنو ته نږدې ده او ټرمپ غواړي دا جګړه پای ته ورسوي، خو شنونکي شک لري چې چین به پر ایران دومره فشار راوړي چې خپل ستراتیژیک ملګری له لاسه ورکړي.
دمګړۍ ډیپلوماسي په ټپه ولاړه ده او ایران د هرمز تنګي د کنټرول له لارې هڅه کوي پر امریکا فشار راوړي ترڅو بندیزونه لرې او د جګړې تاوان ورکړي.
