د پنجشېر ولایت په درې عبداللهخېل ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د شنبې په شپه نامعلومو کسانو پر یو شمېر کانتینرونو شعارونه لیکلي دي، لکه «مرګ پر هبتالله»، «پنجشېر به ازاد شي» او «طالبان جاهل دي»؛ په داسې حال کې چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د دې درې خلک له دې کاره خبر نه وو.
اوسېدونکي زیاتوي چې له دې پېښې وروسته طالبانو د دې ولسوالۍ یو شمېر دوکانداران او اوسېدونکي له ځان سره وړي او هغوی یې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې نیولي، وهلي او ټکولي یې دي.
دوی همدارنګه وايي چې له دې وروسته د شپې ګرځېدو بندیز د شپې له ۹ بجو څخه ۷ بجو ته راکم شوی او د درې په سیمه کې امنیتي فضا نوره هم سخته شوې ده.
