امنیت

امریکا د بن لادن د وژنې په کلیزه کې د عملیاتو جزئیات خپاره کړل

اسامه بن لادن رهبر پیشین شبکه القاعده

د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې(سي آی اې) د القاعده شبکې د مشر، اسامه بن لادن د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت، د هغه د پلټنې، د معلوماتو راټولولو او د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په اړه یو مفصل راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې د دویمې نېټې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د یو هدفمند عملیات په پایله کې ووژل شو.

د دغه بنسټ په وینا، دا عملیات د کلونو پېچلي استخباراتي کار او د هېواد د امنیتي او پوځي بنسټونو ترمنځ د پراخې همکارۍ پایله وه.

د دغه راپور پر بنسټ، بن لادن له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د استخباراتي ادارو تر څارنې لاندې و، خو د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د هغه د موندلو او پلټلو هڅې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې.

په دې بهیر کې اصلي تمرکز هغه ته د نږدې کسانو، په ځانګړې توګه د یو مهم استازي (قاصد) پر پېژندلو و.

په راپور کې راغلي چې دغه کس په لومړیو کې په مستعار نوم پېژندل کېده، خو له کلونو څېړنو وروسته یې اصلي هویت افشا شو.

د راپور له مخې، ترلاسه شوي استخباراتي معلومات بالاخره دغه قاصد په ایبټ اباد کې له یوې استوګنیزې ودانۍ سره تړلی وښود؛ هغه ځای چې غیر معمولي امنیتي ځانګړتیاوې یې لرلې.

په راپور کې راغلي چې دغه ځای لوړ دیوالونه او اغزن تارونه لرل، څو دروازې یې لرلې، کړکۍ یې پټې وې، ټیلیفون او انټرنیټ یې نه درلود او کثافات به یې په کې دننه سوځول کېدل.

همدارنګه څېړنو ښودله چې د دغې ودانۍ خاوندانو څرګند عاید نه درلود، چې دې چارې د دغه ځای د اصلي ماهیت په اړه شکونه نور هم زیات کړل.

دغه سازمان ویلي چې په دغه ځای کې د بن لادن د احتمالي شتون په اړه د ارزونو له پیاوړي کېدو وروسته، ځانګړو ځواکونو جدي تمرینونه پیل کړل.

د دغو چمتووالي په یوه برخه کې، د دغې ودانۍ یوه بشپړه نمونه (ماکېټ) جوړه شوه ترڅو ځواکونه وکولای شي د عملیاتو واقعي شرایط تمرین کړي.

دا عملیات په پای کې د متحده ایالاتو د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما په اجازه طرحه او پلي شول، چې موخه یې د ملکي تلفاتو کمول او د هدف په پېژندلو کې د دقت زیاتوالی ښودل شوی و.

د دغه راپور پر بنسټ، د ځانګړو ځواکونو لېږدوونکي چورلکې د نیمې شپې په مهال ودانۍ ته ننوتلې. سره له دې چې یوه چورلکه د کښېناستلو پر مهال له حادثې سره مخ شوه، خو عملیاتو پرته له ځنډه دوام وکړ.

بن لادن په لنډ وخت کې د ودانۍ دننه وپېژندل شو او ووژل شو. د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې زیاته کړې چې له هغه وروسته یې هویت د څو خپلواکو لارو په قطعي ډول تایید شو او جسد یې بحر ته وغورځول شو.

په راپور کې راغلي چې له دغه ځایه په زیاته کچه اسناد او معلومات ترلاسه شول. د دغو اسنادو څېړنه ښيي چې بن لادن تر وژل کېدو پورې د القاعده په مشرۍ کې فعال رول درلود او ستراتیژیکې او عملیاتي لارښوونې یې صادرولې.

همدارنګه معلومه شوه چې هغه له عملیاتو څو میاشتې وړاندې غوښتل خپل د اوسېدو ځای بدل کړي، خو دا پلان یې له پلي کېدو وړاندې ودرول شو.

مرکزي استخباراتي ادارې ټینګار کړی چې د بن لادن وژل کېدل د القاعده شبکې د کمزوري کولو په هڅو کې یو مهم پړاو و او د استخباراتي او پوځي بنسټونو ترمنځ د نږدې همکارۍ پایله ګڼل کېږي.