د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ایران د شنبې په ورځ یو ایرانی وګړی د دې لپاره اعدام کړ، چې د دوی په وینا، د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) لپاره یې کار کاوه او سږکال یې په پراخو لاریونونو کې په ورانکارۍ او تاوتریخوالي لاس پورې کړی و.
دغه اژانس لیکلي چې دغه کس عرفان کیاني نومېده او د «موساد ګومارل شوی کس» بلل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې نوموړي د اصفهان په مرکزي ښار کې د عامه او شخصي شتمنیو په تخریب، اور اچولو، د خلکو په منځ کې د ډار په خپرولو او د وسلې (چاقو) په کارولو تورن و.
تسنیم زیاته کړې، وروسته له دې چې د ایران سترې محکمې د هغه د اعدام حکم تایید کړ، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته سهار وختي په دار وځړول شو.
