سي این این راپورورکړی چې د امریکا دفاعي چارواکي د هغو نویو پوځي پلانونو پر جوړولو بوخت دي چې موخه یې د هرمز تنګي کې د ایران د پوځي وړتیاوو په نښه کول دي؛ دا په هغه صورت کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان اوربند مات شي.
راپور کې راغلي سرچینې وایي چې په دغو پلانونو کې د “ډینامیک ټارګټینګ” یا د اهدافو د چټک په نښه کولو پروسه شامله ده. د بریدونو اصلي تمرکز د هرمز تنګي، د عربي خلیج پر جنوب او د عمان پر سمندرګي دی.
په دغو اهدافو کې د ایران کوچنۍ ګړندۍ کښتۍ، د کان اېښودونکو بېړیو او نور هغه غیر متناسب وسایل شامل دي چې ایران یې په مرسته نړیواله سوداګري له ګواښ سره مخ کړې او له امریکا څخه د امتیازاتو اخیستو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.
د امریکا دفاع وزارت هڅه کوي چې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران ساحلي دفاعي توغندي او نور تجهیزات له منځه یوسي.
په ورته وخت کې، امریکايي چارواکي پر دې هم غور کوي چې که ډیپلوماتیکې لارې ناکامې شي، د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو، د انرژۍ پر مرکزونو او حتی د ایران د سپاه پاسداران پر لوړپوړو قومندانانو، په ځانګړې توګه د احمد وحیدي په څېر کسانو بریدونه وکړي.
د استخباراتي معلوماتو له مخې، د امریکا د لومړنیو بریدونو سره سره، د ایران د توغندیو د توغولو د وسایلو نږدې نیمایي برخه او زرګونه ډرون الوتکې لا هم روغې پاتې دي، چې ځینې یې ایران د اوربند په موده کې نویو ځایونو ته لېږدولي دي.
د امریکا سمندري ځواک دا مهال په سیمه کې د خپلو عملیاتو او د ایران د کلابندۍ په لړ کې په لسګونو کښتۍ ګومارلي دي.
ډیری پوځي کارپوهان او د سوداګرۍ بروکران په دې باور دي چې یوازې د تنګي په شاوخوا کې د بریدونو سره سم د سوداګرۍ لارې نه پرانستل کېږي، بلکې امریکا باید د خپلو وړتیاوو په کارولو سره د خطر کچه راټیټه کړي.
راپور زیاته کړې ولسمشر ټرمپ هم د دې جګړې د بیا پیلولو په اړه محتاط دی او غواړي چې دا معضله د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، خو په ورته وخت کې یې د اوربند موده هم “نامحدوده” نه ده اعلان کړې.
