افغانستان

د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان پناه‌غوښتونکو نیول او له هغوی پیسې اخیستل

د طالبانو په لاس د مخکیني حکومت له سقوط وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته کډوال شوي او تر دوو اونیو زیاته موده کېږي چې د پاکستان پولیسو د افغان پناه‌غوښتونکو ځورول پیل کړي دي.

په هغو ویډیوګانو کې چې له کډوالو په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې دي، لیدل کېږي چې د پاکستان پولیس افغان کډوالو ته په تړلو لاسونو سپکاوی کوي.

تازه (The Nation) ورځپاڼې یوه راپور کې لیکلي چې د پاکستان پولیسو ۱۲۲ افغان پناه‌غوښتونکي چې ۸۹ نارینه، ۲۰ ماشومان او ۱۳ ښځې پکې شامل دي، نیولي دي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې چې افغان کډوال د کډوالۍ د قانوني سند نه لرلو له امله د پاکستان په سند ایالت کې نیول شوي دي.

د آمو ټلویزیون خبریال له یوه افغان کډوال چې له قانوني اسنادو پرته د کندهار له سپین بولدک پولې پاکستان ته راغلی خبرې‌اترې کړې دي.

هغه وایي: «څو ځله مو د ویزو اخیستو ته نوملیکنه وکړه؛ خو تر اوسه یې هېڅ درک ونه لګېد. کمېشنکاران د زرو ډالرو په بدل کې د پاکستان یوه کلنه ویزه په یوه ورځ کې راته اخیسته؛ خو ما پیسې نه لرلې او د ستونزو له امله چې ورسره مخ وم، د قاچاق له لارې پاکستان ته راغلم.»

پاکستاني خبریال طاهرخان د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي چې د افغان پناه‌غوښتونکو ځورول د پاکستان دولت پالیسي نه ده.

هغه د یوه پاکستاني چارواکي له قوله زیاتوي چې د مخکیني دولت له سقوط وروسته ۵۰۰ زره افغانان دغه هېواد ته راغلل.

په همدې حال کې پنجشنبه د نومبر پر ۱۰ د اسلام اباد په راولپنډي ښار کې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو شپږو کورونو ته ورغلي او په داسې حال کې چې هغوی په قانوني اسنادو راغلي، په زور یې پيسې ترې اخیستې دي.

یو افغان پناه‌غوښتونکی فیصل د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «پرون یوه بجه پولیس زموږ کور ته راغلل؛ په داسې حال کې چې موږ ټول په قانوني پاسپورت او ویزو پاکستان ته راغلي یو، ویې ویل چې تاسو زنداني کوو او په پای کې د ۱۵ زره کلدارو په اخیستو سره ولاړل.»

همداراز یو افغان خبریال وایي چې درې شپې مخکې په داسې حال کې چې ویزه او پاسپورت هم ورسره وو، د پاکستان پولیسو درې زره کلدارې ترې په زور اخیستې دي.

هغه وایي: «د پاکستان پولیسو د پلټنې په تمځای کې زه له موټر څخه ښکته کړم او پاسپورت او ویزه یې راڅخه وغوښتل، ما هم ورکړل؛ خو ویې ویل چې باید د پولیسو دفتر ته بوزو. په پایله کې یې درې زره کلدارې واخیستې او خوشی یې کړم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي افغانستان کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو پروړاندې د پاکستاني پولیسو اقدام ناسم، غبرګون پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.