سیاست

ځانګړی راپور: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ریاست دفتر کې د یو «کمېشن‌کار» ټاکل کېدل

د سیدالله هغه انځور چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري د نوموړي تر نیول کېدو وروسته خپور شوی و.

باوري سرچینو «آمو» ته ویلي، مولانا سیدالله چې تر دې وړاندې د پاسپورټونو په بدل کې د څو زره ډالرو د اخیستلو او کمېشن‌کارۍ په تور نیول شوی و، د عامې روغتیا وزارت د وزیر د ریاست دفتر د آمر په توګه ګمارل شوی دی.

د سرچینو په وینا، مولانا سیدالله د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د رئیس دفتر د ښینې زوی دی. هغه څو میاشتې وړاندې له دوو نورو کسانو سره یوځای د خلکو لپاره د پاسپورټ اخیستلو په بدل کې د پیسو اخیستلو او کمېشن‌کارۍ په تور نیول شوی و.

سیدالله چې اوس د عامې روغتیا وزارت د ریاست دفتر آمر دی، څه موده وړاندې له زندان څخه خوشې شوی دی. په هغه وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استخباراتي برخې د نوموړي د نیول کېدو ویډیو هم خپره کړې وه.

په ورته وخت کې، سرچینې وايي چې د عامې روغتیا د وزیر رئیس دفتر محمد طاهر حلیم، چې څه موده وړاندې د فساد په تور نیول شوی و، په ضمانت خوشې شوی او بېرته خپلې دندې ته راغلی دی.

دغو سرچینو زیاته کړې چې حلیم په وزارت کې له ۱۰۰ څخه ډېر خپل نږدې کسان او ملګري ګمارلي دي.

تر دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو، چې په روغتیا وزارت کې د طالبانو څو تنه چارواکي د دوی د استخباراتو له لوري د اداري فساد په تور نیول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو مدیر عبدالصمد بشري او د دغه وزارت حقوقي سلاکار عمران سادات هم له یوې میاشتې ډېره موده وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي وو.

سرچینې وايي دا دوه تنه چې په دې وروستیو کې په ضمانت خوشې شوي وو، څو ورځې وړاندې یو ځل بیا د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شول.

له بلې خوا، سرچینو دا هم ویلي چې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت د برخې رئیس عبدالحکیم همت، چې د فساد د تورونو په اړه د آمو له راپور وروسته له خپلې دندې ګوښه شوی و، اوس په دغه وزارت کې د «آی سي یو» یا د بېړنیو مراقبتونو د خدماتو د رئیس په توګه ګمارل شوی دی.

په عامې روغتیا وزارت کې د فساد د دوسیو او نیونو په اړه د آمو له ګڼو راپورونو سره هم‌مهاله، سرچینې وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سې‌شنبې په ورځ، د وري په ۲۵مه، د دغه وزارت د مرکزي دفتر ټول کارکوونکي د وزارت په تالار کې راټول کړي وو او وینا یې ورته کړې ده.

د سرچینو په وینا، هغه په دې وینا کې ادعا کړې چې ځینې ټلوېزیونونه د دوی د فعالیتونو پر وړاندې «تبلیغات کوي» او دا چې د هغه تر ادارې لاندې وزارت کې کارونه په ښه توګه پر مخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۱۶مه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې د دغه وزارت د لوړپوړو چارواکو د نیول کېدو په اړه د آمو راپورونو ته په نا مستقیمې اشارې سره، دا اقدام په ضمني ډول تایید کړ او ویې ویل چې ښايي کله ناکله ځینې کسان «د پالیسیو د نه رعایت یا د اداري اصولو د نقض له امله» تر قانوني تعقیب لاندې راشي.

هغه وویل چې دا وزارت «زرګونه» کارکوونکي لري او طبیعي ده چې د ټولو کړنې یو شان نه وي.