د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن له ایران د جګړې، چې دایې پنځمه اوونۍ ده، “پای” لیدلی شي او متحده ایالات به مجبوره وي چې له دې شخړې وروسته له ناټو سره خپلې اړیکې له سره وڅېړي.
روبیو د فاکس نیوز چینل “هانیټي” خپرونې ته وویل: «موږ پای لیدلی شو. دا نن نه ده، دا سبا نه ده، خو راتلونکې ده.»
دا جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه هغه مهال پیل شوه چې متحده ایالاتو او اسرائیلو پر ایران برید وکړ. تهران په مقابل کې پر اسرائیلو او د خلیج پر هغو هېوادونو خپل بریدونه پیل کړل چې امریکا پکې لري.
په ایران کې د امریکا او اسرائیلو ګډو بریدونو او په لبنان کې د اسرائیل بریدونو زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بې ځایه کړي دي. دغې جګړې د تېلو بیې هم لوړې کړې او نړیوال بازارونه یې لړزولي دي.
روبیو وویل چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده او دا احتمال شته چې په یو وخت کې د دواړو لورو ترمنځ “مخامخ ناسته” وشي.
روبیو زیاته کړه: «د پیغامونو تبادله روانه ده، خبرې روانې دي. په یو وخت کې د مخامخ ناستې احتمال شته.»
ولسمشر ډونالډ ټرمپ — چې د جګړې لپاره یې د وخت او اهدافو په اړه بېلابېل نظریات وړاندې کړي، چې د ایران د حکومت له پرځولو نیولې د هغه هېواد د نظامي او سیمهییز نفوذ تر کمزوري کولو پورې رسېږي — د سه شنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات کولی شي خپل پوځي عملیات په راتلونکو دوو یا دریو اوونیو کې پای ته ورسوي.
روبیو دا هم وویل چې واشنګټن به مجبوره وي چې د ایران له جګړې وروسته له ناټو سره خپلې اړیکې له سره وڅېړي.
روبیو وویل: «په نهایت کې، دا د ولسمشر پرېکړه ده او هغه به یې کوي. خو زه فکر کوم، له بده مرغه، موږ به اړ شو چې بیا کتنه وکړو چې آیا دا اتحاد چې د یو څه وخت لپاره یې د دې هېواد (امریکا) لپاره ښه خدمت کړی، لا هم همدا هدف پوره کوي او که دا اوس په یو طرفه واټ بدل شوی دی، چې امریکا یوازې د اروپا دفاع کوي، خو کله چې موږ د خپلو متحدینو مرستې ته اړتیا لرو، هغوی موږ ته د اډو کارولو او د الوتنو اجازه نه راکوي.»
اروپايي مشرانو د ایران پر ضد په تعرضي (هجومي) عملیاتو کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.
