منځنی ختیځ

ایران په اماراتو، بحرین او اسرائیل کې سترې صنعتي فابریکې وویشتې

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه نوره هم خونړۍ شوې، د سیمې صنعتي او اقتصادي بنسټونه د لومړي ځل لپاره په نښه شول

تېره ورځ ایران په متحده عربي اماراتو او بحرین کې د نړۍ د المونیم جوړولو پر سترو فابریکو او په اسرائیلو کې پر یوې حساسې کیمیاوي فابریکې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو باران وکړ، چې له امله یې په اسرائیلو کې یو “خطرناک اور” بل شوی دی

ایران وايي دا بریدونه یې په تهران کې د امریکا او اسرائیلو د پرونیو بریدونو په ځواب کې کړي دي، د ایران سپاه پاسداران په رسمي ډول ومنله چې په اماراتو (EGA) او بحرین (ALBA) کې یې هغه صنعتي مرکزونه ویشتي چې له امریکایي پوځ سره په ګټو کې شریک دي. په اماراتو کې ۶ تنه ټپیان شوي او فابریکې ته درانه زیانونه اوښتي دي

بلخوا په اسرائیلو کې د “نیت هوواو” صنعتي زون کې د ایران د توغندیو له امله دومره توند اور لګېدلی چې اسرائیلي چارواکو د “خطرناکو توکو پېښه” اعلان کړې او د سیمې کارګران یې د سرپناه ځایونو ته لېږدولي دي.

امریکایي او اسرائیلي ځواکونو هم خپل بریدونه توند کړي دي. تېره ورځ په تهران کې د قطر اړوند “العربي” تلوېزیون دفتر په داسې حال کې په توغندیو وویشتل شو چې خپرونې یې روانې وې

دغه راز د اصفهان د ټکنالوژۍ پوهنتون هم د دویم ځل لپاره د امریکا- اسرائیل تر بریدونو لاندې راغلی چې پکې د پوهنتون څلور کارمندان ټپیان شوي د.

دا جګړه په داسې حال کې تودېږي چې د ۳۵۰۰ امریکایي مارینز ځواکونو یوه لویه کښتۍ (USS Tripoli) منځني ختیځ ته رسېدلې ده.

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف امریکا تورنه کړه چې په پټه د ځمکني برید پلان جوړوي. هغه په خورا توند انداز کې وویل:

«زموږ مېړني سرتېري په ځمکه کې د امریکایي عسکرو رارسېدو ته شېبې شماري، ترڅو هغوی ته اور ورته کړي او د دوی سیمه‌ییز ملګري یو ځل او د تل لپاره مجازات کړي.»

ایران په رسمي ډول اعلان کړی چې د هرمز تنګي یې د ټولو هغو کښتیو پر مخ تړلې چې له دښمنو هېوادونو سره تړاو لري

دا تنګي چې د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ پنځمه برخه ترې تېرېږي، د بندېدو له امله یې د انرژۍ نړیوال بازارونه لړزولي او د نړۍ اقتصاد یې له لوی ګواښ سره مخ کړی دی.