د آمو موندنې ښيي چې د پاکستان هوايي ځواکونو د «امید کمپ» د راټولېدو هنګر او د دغه کمپ کانټینرونه لږ تر لږه په دریو بمونو ویشتلي دي. شاهدانو آمو ته ویلي چې پاکستاني الوتکو پر دغه کمپ لږ تر لږه درې بمونه غورځولي دي. د آمو د موندنو له مخې، په دغه برید کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.
آمو دغه راز موندلې چې د امید کمپ ترڅنګ د طالبانو درې پوځي مرکزونه شتون لري، چې یو یې د «بهیر مرکز» په نوم یادېږي. د هغو سرچینو په وینا چې آمو ورسره خبرې کړې، د بهیر مرکز د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د تولید مسؤلیت پر غاړه لري.
امید کمپ
د امید کمپ حمایوي مرکز د جمهوریت په دوره کې جوړ شوی و او پخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت پورې اړوند و. هغه مهال د دغه مرکز مسؤلیت روږدو کسانو ته د بېلابېلو کسبونو ښوونه وه، ترڅو له درملنې وروسته عادي ژوند ته د ګرځېدو لپاره چمتو شي؛ خو طالبانو دغه مرکز د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ته سپارلی و.
امید کمپ د ۲۰۰۰ بسترونو ظرفیت درلود، چې د پخوانیو روږدو کسانو (په کانټینرونو کې)، د لنډمهاله روږدو (په لوی ډیټاکس هنګر کې) او د تنکیو ځوانانو لپاره یې جلا برخې لرلې.
د پاکستان خونړۍ حمله
آمو له عیني شاهدانو او په دغه کمپ کې له باخبره کسانو سره په خبرو کې موندلې چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کب د ۲۶مې، د دوشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې، کله چې په لوی هنګر کې شاوخوا ۵۰۰ تنه روږدي کسان موجود وو، پاکستاني جنګي الوتکو پر دغه کمپ درې بمونه وغورځول. له دې جملې څخه یو بم پر لوی هنګر چې په «ډیټاکس» (زهر ایستنې) مرکز مشهور و، لګېدلی او دوه نور بمونه پر هغو کانټینرونو لګېدلي چې تر ډېره خالي وو.
د ډیټاکس مرکز یا لوی هنګر
یو بم پر همدغه لوی هنګر لګېدلی، چې پکې هغه روږدي کسان ساتل کېدل چې تازه په نشو اخته شوي وو. د دغې پېښې یو شاهد چې د برید په شپه هلته و، آمو ته ویلي چې په دې ځای کې هغه کسان ساتل کېدل چې درنه نشه یې نه درلوده. د دغه شاهد په وینا، د برید پر مهال په هنګر کې شاوخوا ۵۰۰ تنه موجود وو.
بل شاهد آمو ته وویل چې د بم له لګېدو وروسته هنګر اور واخیست او چت یې راولوېد. دغه سرچینه چې له برید څو دقیقې وروسته هنګر ته ننوتې وه، وایي چې په هر ځای کې اور و او د انسان د غوښې د سوځېدو سخت بوی فضا له زغملو ویستې وه.
هغه ۵۰ تنه چې رخصتۍ ته په تمه وو
سرچینو آمو ته وویل چې د امریکایي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ پخواني کانټینرونه (کانکسونه) د کمپ د سویلي دېوال په اوږدو کې پراته وو. د پېښې په ورځ ټاکل شوې وه ۴۰۰ تنه روږدي کسان رخصت شي، چې ۳۵۰ یې تللي وو او یوازې ۵۰ تنه یې د اداري کارونو د ځنډ له امله پاتې وو. دغه ټول پاتې کسان د برید قرباني شول. یوې سرچینې وویل چې له برید وروسته یې له دغو کانټینرونو څخه د مرستې غږونه اورېدل، خو د هغوی د ژغورنې لپاره هیڅ امکانات نه وو.
د تنکیو ځوانانو څانګه
دلته شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ پورې تنکي ځوانان ساتل کېدل. سرچینې وایي دا برخه په بشپړ ډول سوځېدلې او داسې ښکاري چې یو تنکی ځوان هم ترې ژوندی نه دی وتلی.
د تلفاتو شمېر
د برید پر مهال په کمپ کې شاوخوا ۸۰۰ تر ۸۵۰ تنه موجود وو. د هغو شمېرو له مخې چې آمو ترلاسه کړې، شاوخوا ۱۰۰ تنه په تنکي ځوانانو او رخصتۍ ته په تمه کسانو کې او شاوخوا ۱۰۰ نور په اصلي هنګر کې وژل شوي دي. یو شاهد وویل چې د سې شنبې په سهار یې په خپلو سترګو ۸۰ جسدونه ولیدل چې له خاورو راایستل شوي وو.
د امید کمپ ته څېرمه سیمه
د امید کمپ شمال ته د طالبانو درې پوځي مرکزونه دي. یو شاهد آمو ته وویل چې په تېرو میاشتو کې یې په ځلونو له «بهیر مرکز» څخه د ډرون الوتکو ناسته او الوت لیدلی دی. دغه شاهد وایي چې د برید پر شپه د بهیر مرکز څراغونه مړه وو، خو د امید کمپ څراغونه لګېدل.
طالبانو تر اوسه د بهیر مرکز په اړه څه نه دي ویلي، خو نړیوالو رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې طالبان په فینکس کمپ (اوسنی امید کمپ) کې د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو بوخت دي. د بهیر مرکز ښي او کیڼ اړخ ته د طالبانو نور نظامي مرکزونه هم شتون لري چې هغوی ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
پداسې حال کې چې پاکستان ادعا کوي پوځي مرکزونه یې ویشتلي، خو عیني شاهدان او یوناما تاییدوي چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي. لا هم معلومه نه ده چې ایا د پاکستان هدف همدا نظامي مرکزونه وو که نه، خو څرګنده ده چې اصلي قربانیان بېګناه ملکي وګړي شول.
