امنیت

طالبان: د پاکستان پوځي الوتکو یوځل بیا پرګڼو ولایتونو بمبارد کړی

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې پاکستاني جنګي الوتکو یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره تېری کړی او په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو کې یې بمبارد کړی دی.

مجاهد وايي چې په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه پر خپله ایکس پاڼه کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په درشل کې دا ډول “ظالمانه تجاوز” ښيي چې پاکستاني چارواکي هیڅ انساني او اخلاقي اصولو ته پابند نه دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل چې د دوی امارت دا بریدونه په کلکه غندي او دا ظلم به بې‌ځوابه پاتې نشي.

د طالبانو ویاند تر دې وړاندې په یوه بله ټویټ کې ویلي دي چې د پاکستان پوځي الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د «کام اير» شخصي هوايي شرکت د تېلو پر یوې سترې زېرمې برید کړی او ویشتلې یې ده نوموړي زیاته کړې چې د تېلو دې زېرمې نه یوازې د ملکي هوايي شرکتونو، بلکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د الوتکو د سون توکي هم اکمالول.

دا په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوال بنسټ په خوست ولایت کې د کورونو ویجاړول او د ملکي وګړو وژل وغندل او د دې پېښې د سمدستي څېړلو غوښتنه یې وکړه.

دغه بنسټ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د علیشېرو ولسوالۍ په «صادق غراب» سیمه کې د توغندیو د لګېدو له امله ۳ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۶ نور ملکي وګړي ټپیان دي؛ دا برید د پاکستاني ځواکونو لخوا بلل شوی دی.

دا بریدونه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو ۱۷ ورځې تېرېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو جګړو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دواړو غاړو یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کړي؛ طالبان د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو او پاکستان د ۵۸۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي.