د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، متقي په دې خبرو کې ویلي چې د دوی دریځ دا دی چې د پاکستان د بریدونو په وړاندې “متقابل دفاعي” بریدونه ترسره کړي.
په دې خبرو کې پر “دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو پرمختګونو” تبادل نظر وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په منځني ختیځ کې وروستي بدلونونه د اندېښنې وړ وبلل او پر ایران د متحده ایالاتو او اسرائیل بریدونه او نورو هېوادونو ته د جګړې غځول یې د غندلو وړ وبلل.
د عمان بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې ټیلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې ۱۵ ورځې کیږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې په دغو نښتو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
له بلې خوا، طالبانو او پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې یو بل ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده؛ طالبانو د ۳۲۷ پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا کړې او پاکستان بیا ویلي چې په دې جګړو کې یې تر ۵۸۰ ډېر طالبان وژلي دي.
