د امریکا متحده ایالاتو تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین سره سره، باید د دغه هېواد سره نړیوالې مرستې بیا وارزول شي. امریکا دا پرېکړه د طالبانو د سخت دریځۍ او د ښځو له اساسي حقونو څخه د محرومولو له امله کوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والټز د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د یوناما (UNAMA) د ماموریت بودیجه په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو ترمنځ تر ټولو لویه ده. د یوناما ماموریت راتلونکې اونۍ د تمدید کېدو په حال کې دی.
والټز ټینګار وکړ: «کله چې د دغه ماموریت ښځینه کارکوونکې نشي کولای خپلو دفترونو ته لاړې شي، نو دا شورا باید په دقت سره غور وکړي چې موږ په ټولیز ډول د دې ماموریت لپاره څومره بودیجه ورکوو.»
بل لور ته، د یوناما سرپرستې جورجت ګانیون وویل چې په افغانستان کې بشري ناورین د بودیجې د کمښت له امله نور هم خراب شوی دی.
هغې زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷.۵ میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۱۰٪ بودیجه ورکړل شوې ده.
ګانیون دا خبرداری هم ورکړ چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نږدې دوه اونیزې جګړې درانه بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي. هغې زیاته کړه چې د ایران جګړې هم د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.
د نوموړې په وینا، که چیرې بشري حقونو او د مرستو مسایلو ته پاملرنه ونشي، افغانستان به یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم او مخدره توکو له لارې د سیمې او نړۍ د بېثباتۍ سرچینه وګرځي.
