د قطر لومړی وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې «یو له سترو اندېښنو» څخه ده او د سیمې لپاره یو ګواښ دی.
نوموړي له «سکای نیوز» سره په مرکه کې له ښکېلو لورو غوښتي چې له تاوتریخوالي او زور څخه کار وانخلي او د ترینګلتیا د پای ته رسولو او ستونزو د حل لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
د قطر لومړي وزیر وویل: «البته دا زموږ یو له سترو اندېښنو څخه ده. کله چې په ایران کې داسې کړکېچ رامنځته کېږي او همدارنګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې ګاونډي هېوادونه دي، نورې ترینګلتیاوې پیدا کېږي، دا د ټولې سیمې لپاره یوه ګواښوونکې نښه ده».
هغه ټینګار وکړ: «له همدې امله زه باور لرم چې دا خورا مهمه ده چې ټول ډیپلوماسۍ ته مخه کړي، نه زور او تاوتریخوالي ته».
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي چې هېواد یې له ترکیې او سعودي عربستان سره یوځای په تېر، اوس او حتی په راتلونکي کې د منځګړیتوب لپاره «نه ستړې کېدونکې» هڅې کړې دي. خو زیاته یې کړه: «له بده مرغه موږ هغې پایلې ته ونه رسېدو چې غوښتل مو».
د قطر لومړی وزیر زیاتوي، ان مخکې له دې چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو جګړه پیل شي، دغو منځګړو هېوادونو هڅه کړې وه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي او یوه ډیپلوماټیکه حللاره پیدا کړي، خو په هغه وخت کې هم هڅو پایله ورنه کړه او نښتې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې له تېرو دیارلسو شپو او ورځو راهیسې پرته له ځنډه دوام لري؛ هغه نښتې چې په افغانستان کې یې له لسګونو ملکي وګړو قرباني اخیستې ده.
بل لور ته، طالبانو او پاکستاني پوځیانو ادعا کړې چې په دغو نښتو کې یې یو بل ته درانه تلفات اړولي دي؛ هغه شمېرې چې په خپلواک ډول نه شي تایید کېدای.
