رویټرز خبري اژانس راپور ورکړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عراق کې مېشت ایراني کُردي ځواکونه هڅولي چې د منځني ختیځ د جګړې د پراخېدو په ترڅ کې پر ایران بریدونه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اذربایجان هم خبرداری ورکړی چې د ایراني توغندیو د بریدونو غچ به اخلي.
د راپور له مخې، دا اقدام د جګړې په ستراتیژۍ کې یو لوی بدلون دی، ځکه چې تر دې وړاندې امریکا په مستقیم ډول د نورو قومي ډلو څخه د وسله والو بریدونو غوښتنه نه وه کړې.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول غوښتنې کولای شي په سیمه کې کورنۍ جګړې او نورې وینې تویونې ته لاره هواره کړي، خو ټرمپ ټینګار کوي چې دا د ایران د ماتولو لپاره یوه اړینه لاره ده.
بلخوا، اسرائیلو نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په تهران کې یې د بنسټیزو تاسیساتو په نښه کولو لپاره د پراخو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده، په داسې حال کې چې د خلیج پر ښارونو د ایران لخوا بمبارۍ لا هم دوام لري.
دا اوه ورځنۍ جګړه اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې ایران پکې اسراییل، د خلیج هېوادونه، قبرس، ترکیه او اذربایجان په نښه کړي او ان د هندي بحر تر اوبو پورې غځېدلې ده، چېرته چې یوې امریکایي سب میرین د ایران یوه نظامي کښتۍ ډوبه کړه.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته په یوه مرکه کې د ایراني کُردانو د احتمالي بریدونو په اړه ویلي چې دی د دې کار بشپړ ملاتړ کوي او دا یو “غوره” ګام بولي.
په ورته وخت کې، امنیتي سرچینې وايي چې د ایران کُردي ملیشو په وروستیو ورځو کې له متحده ایالاتو سره مشورې کړي چې څنګه د ایران په لوېدیځه برخه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.
دا ډلې چې د عراق په نیمه خودمختاره کوردستان کې مېشتې دي، هڅه کوي له دې فرصت څخه په استفادې د ایران نظامي ځواک کمزوری کړي.
ټرمپ دا هم وویل چې امریکا باید د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې رول ولري، ځکه د هغه په وینا تېره اونۍ په هوایي بریدونو کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای وژل شوی دی.
که څه هم ټرمپ د نوي مشر د ټاکلو خبره کوي، خو د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت وویل چې د دوی په نظامي اهدافو کې کوم بدلون نه دی راغلی او دوی یوازې د ایران د دفاعي وړتیاو د له منځه وړلو هڅه کوي.
د ایران پر ضد دا نظامي کمپاین چې د “ایپیک فیوري” په نوم یادیږي، د امریکا د ننه هم له ننګونو سره مخ دی؛ ځکه د تېلو د بیو لوړېدو امریکایان اندېښمن کړي، خو ټرمپ دا اندېښنې رد کړې دي.
په سیمه کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ اذربایجان وروسته له هغه د غچ اخیستلو چمتووالی نیولی چې ایراني بې پیلوټه الوتکو یې په خاوره کې کسان ټپیان کړل.
بل لور ته په لبنان کې د ایران ملاتړې ډلې حزب الله، اسراییلي اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو خبرداری ورکړی دی.
د پنټاګون چارواکي وايي چې د دوی عملیات د ایران د توغندیو او اټومي وړتیاو د ځپلو لپاره دوام لري او تر اوسه یې د ایران لسګونه نظامي کښتۍ او د توغندیو تولیدي مرکزونه له منځه وړي دي.
د رپوټونو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه په ایران کې د ښوونځیو د ۱۷۵ زده کوونکو په ګډون له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
