د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) اعلان کړی چې د «محدود لاسرسي» له امله لا هم نه شي کولی په خپلواکه توګه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سرحدي نښتو کې د اوښتې مرګژوبلې شمېرې تایید کړي.
دغه بنسټ ویلي چې په دغو نښتو کې ملکي وګړو ته هم تلفات اوښتي او په کرښې ته څېرمه ځینو سیمو کې د جګړې له امله ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د پاکستاني ځواکونو له خوا د راکټونو ویشتل د دې لامل شوي چې د فرضي کرښې دواړو لورو کې ځینو سیمو څخه لسګونه کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او بې ځایه شي.
په ورته وخت کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم)خبرداری ورکړی چې د جګړې شدت کولی شي د نړۍ یو له سترو بشري بحرانونو څخه نور هم خراب کړي؛ هغه بحران چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د څه باندې پنځه میلیونه کډوالو په راستنېدو سره، پر زیانمنو ټولنو سخت فشار راوړی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک، په خپله تازه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې په دغو جګړو کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وشي. هغه وویل: «ملکي وګړي او ملکي بنسټونه باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د سې شنبې په ورځ له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې سمدستي جګړه ودروي.
دغه بنسټ له دواړو غاړو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو د اصولو په رڼا کې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
د یوناما په وینا، د پاکستان هوايي بریدونو او راکټي ډزو په افغانستان کې ملکي مرګژوبله اړولې او د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې په ننګرهار ولایت کې، د تورخم دروازې ته نږدې ۵ ملکي وګړي چې ماشومان هم په کې شامل دي، او په نازیانو ولسوالۍ کې ۲ نور کسان ټپیان شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان هوايي بریدونه اتمې ورځې ته داخل شوي دي. دواړه خواوې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي، خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدلی.
د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د کابل او اسلاماباد اړیکې په پرله پسې ډول خرابې شوې دي. که څه هم پاکستان په پیل کې د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ کاوه، خو اوس ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي (TTP) په څېر ډلې فعالیت لري؛ هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.
تېره میاشت په اسلاماباد کې په یوه جومات کې هم برید وشو چې لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې ووژل شول او دې چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړه.
