په المان کې د بن ښار د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو ډیپلوماټانو اعلان کړی چې هېوادوالو ته یې د پاسپورټونو د صادرولو او وېشلو لړۍ له اوږد ځنډ وروسته بېرته پیل کړې ده.
د دوی په وینا، دا مهال شاوخوا ۴۰۰۰ پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي او ډېر ژر به په دغه کونسلګرۍ کې د وېش لپاره چمتو شي.
د یادولو وړ ده چې د جمهوریت نظام له سقوط او پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په بهر کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارې، د بن د کونسلګرۍ په ګډون، له نسبي ګډوډۍ سره مخ شوې وې او په ځینو مواردو کې کونسلي خدمتونه په ټپه درېدلي وو.
په همدې حال کې، په بهرنیو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغانان وایي چې په بهر کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې، په ځانګړي ډول په ځینو اروپایي هېوادونو او متحده ایالاتو کې، د خپلو اسنادو د پړاوونو په بشپړولو کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی ټینګار کوي چې یوازې د پاسپورټونو د صادرولو یا وېشلو لړۍ پیلول بسنه نه کوي او باید د افغانستان په سفارتونو کې ټولې کونسلي چارې بېرته په نورمال ډول پیل شي.
