د بریتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون یې د درې نورو هیوادونو، کامرون، میانمار او سوډان وګړو ته د تحصیلي ویزو ورکول بند کړي دي.
له بلې خوا، د دغه هېواد حکومت دا هم ویلي چې په راتلونکي کې به د افغانستان وګړو ته د کاري ویزو ورکول هم متوقف کړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ میلادي کلونو ترمنځ د دغو هېوادونو د محصلینو، په ځانګړې توګه د افغانانو له لوري د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه تر ۴۷۰ سلنې زیات شوي دي.
فرانس ۲۴ خبري اژانس د بریتانیا د حکومت دغه اقدام د افغانانو او دریو نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو پر وړاندې د پراخ ځپونکي سیاست یوه برخه بللې او زیاته کړې یې ده چې بریتانیا هڅه کوي دغه هېواد ته د افغان وګړو د پناه غوښتنې قانوني لارې محدودې کړي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې د دغو هېوادونو د محصلینو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه زیات شوي او نږدې ۱۳۵۰۰۰ پناه غوښتونکي د قانوني لارو دغه هېواد ته داخل شوي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې، شابانا محمود، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «بریتانیا تل هغو کسانو ته چې له جګړې او ځورونې څخه تښتي، پناه ورکوي؛ خو زموږ د ویزو سیسټم باید د ناوړه ګټې اخیستنې ښکار نشي. له همدې امله، زه د هغو اتباعو لپاره د ویزو د ردولو بې سارې پرېکړه کوم چې غواړي زموږ له سخاوت څخه ناوړه ګټه پورته کړي».
دا په داسې حال کې ده چې کډوالي د بریتانیا په سیاست کې په یوه اصلي موضوع بدله شوې او ښي اړخي افراطي ګوند «د بریتانیا اصلاحات» د کډوالۍ ضد دریځ له امله په نظر پوښتنو کې ډېر محبوبیت موندلی دی.
د بریتانیا حکومتونه تل له فرانسې څخه د «مانش» کانال له لارې د هغو کوچنیو کښتیو په مخنیوي کې له ستونزو سره مخ وو چې په لوړه کچه بې اسناده کډوال لېږدوي. خو د اروپایي هېوادونو چارواکي د هغو پناه غوښتونکو د شمېر د کمولو لپاره هم له فشارونو سره مخ دي چې له نورو لارو دغه هېواد ته ننوځي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه حکومت د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د محصلینو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۲۰ سلنه راکم کړي دي.
یاد وزارت وایي په دې برخه کې نورو ګامونو ته هم اړتیا ده؛ ځکه هغه کسان چې په تحصیلي ویزو راځي، لا هم د پناه غوښتنې په سیسټم کې د ټولو غوښتنلیکونو ۱۳ سلنه جوړوي.
