افغانستان

د کندهار – زابل د ویجاړ شوي سړک رغونه

د کندهار د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا سیمه کې دا مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت کارکوونکي د کندهار – زابل د ويجاړې شوې لويې لاري په رغونه بوخت دي.

د ۴۶ کيلومتره په اندازه د کندهار – زابل ترمنځ دغه سړک د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له لوري رغول کیږي او باندي ۲۵۰ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

طالب مسوولين وایي، د کندهار – زابل لويه لار په معياري توګه رغول کیږي، چې په مټ به یې ترانسپورټي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د پروژې مسلکي انجنير عبدالباقي وایي: «دغه سړک د کندهار د عينو مېني له دروازې څخه د زابل تر اړوند برخو پوري رغول کیږي، چې ۴۶ کيلومتره کېږي، چې په مرسته به یې د ترانسپورتي بې نظميو مخه ونيسي.»

پروژه کې د سيمي ګڼو اوسېدونکو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده.

د خان محمد په نوم د سيمي يو سمېدونکی وايي، د وزګارۍ د له منځه وړلو لپاره دې دا ډول لويې پروژې نورې هم عملي شي.

هغه وایي: «دلته مخکې وزګاري زیاته وه او ټول خلک بېکاره وو، نو که دا ډول پروژې عملی شي، دا به له زموږ سره زياته مرسته وکړي.»

د کابل – کندهار لويې لاري موټرچلوونکي حضرت‌الله او خليل‌الله بيا د دغې لاري رغونه د ترافيکي پېښو په مخنیوي کې ګټوره بولي، خو د طالبانو ادارې له مسوولينو غواړي، چې د هغو موټرو د تګ راتګ مخه ونیسي، چې له ټاکلي اندازې زيات وزن وړي.

د کابل – کندهار لويه لار چې ۴۱۰ کيلومتره اوږدوالی لري د جګړو او باروړونکو موټرو د زيات وزن له امله ويجاړه شوې ده، چې وړاندي يې د طالبانو د ټولګټو وزارت د اساسي رغوني په موخه په کندهار، زابل، وردګ او غزني ولایتونو کې د جوړولو قرادادونه وکړي دي.