دماشومانو د خوندیتوب بنسټ وايي، چې په کونړ کې له خونړۍ زلزلې د شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا هم ۲۵ زره ماشومان شپې او ورځې تر خیمو لاندې تېروي.
دا بنسټ ټینګار کوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې کورونه او ښوونځي لا هم نه دي رغول شوي او د بیا رغونې لپاره یې هیڅ کوم ځانګړی مهالوېش هم شتون نلري.
د یادولو وړ ده چې دا زلزله د تېر کال د اګسټ په ۳۱مه د هېواد په ختیځ کې وشوه چې تر ټولو ډېره مرګژوبله یې په کونړ ولایت کې واړوله.
د راپورونو له مخې، په دې خونړۍ طبیعي پېښه کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
له زلزلې وروسته رامنځته شوي وضعیت کورنۍ او ماشومان اړ کړل چې په خیمو کې ژوند وکړي؛ هغه خیمې چې ځینې یې د وروستیو درنو روښتونو له امله هم زیانمنې شوې دي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ وايي، زیانمنې کورنۍ د خپلو خیمو د ګرمولو لپاره له دودیزو لرګینو یا سکرو بخاریو ګټه اخلي چې دې چارې د اور لګېدنې خطر زیات کړی دی.
له بلې خوا په غرنیو سیمو کې د کورونو د بیا رغونې چارې نه دي پیل شوې او په ځینو کلیو کې د ویجاړۍ کچه دومره پراخه ده، چې ښایي دا کورونه بیا هیڅکله جوړ نه شي.
په راپور کې راغلي چې د سروې شویو ۱۳۰۰ درسي ټولګیو څخه تر نیمایي ډېر یې په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د زلزلې له پېښېدو وړاندې هم په کونړ ولایت کې نږدې ۵۰۰۰۰ د لومړنیو ښوونځیو په عمر ماشومان له زده کړو بېبرخې وو.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ زیاتوي چې د ویجاړ شویو ښوونځیو د رغونې کار لا هم نه دی پیل شوی او اوسمهال شاوخوا ۱۷ زره ماشومان په زلزله ځپلو سیمو کې په لنډمهاله تعلیمي ځایونو کې زده کړې کوي.
ورته مهال، په راپور کې راغلي چې له ۶۰۰۰ ډېرې کورنۍ چې په کمپونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو او عایداتي منابعو له لاسه ورکولو وروسته لا هم په بشري مرستو تکیه دي.
د دې راپور پر بنسټ، دغو کورنیو تر زلزلې وړاندې د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو کورنیو کارونو له لارې په میاشت کې له ۷۵ څخه تر ۱۲۰ ډالرو پورې عاید درلود، خو اوس یوازې نغدي مرستو پر لاره دي.
په افغانستان کې دماشومانو د خوندیتوب بنسټ مشر، بوجار هوخا ویلي: «هغه زلزله چې ژوند او ټولنې یې ویجاړې کړې، شپږ میاشتې وروسته یې لا هم ماشومان تر خیمو لاندې ژوند او زده کړې کوي».
د کورونو او ښوونځیو رغول یو حیاتي ضرورت دی. د کونړ کورنۍ اندېښمنې دي چې هېرې به شي. دوی په بشري مرستو متکي دي او ښایي دا وضعیت په راتلونکو میاشتو کې هم دوام وکړي.
د نوموړي په وینا، په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې اړتیاوې زیاتې شوې خو د مرستو بودیجه کمه شوې ده؛ نو ځکه باید زلزله ځپلې ټولنې نادیده ونه نیول شي. کورنۍ د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره هیلې ته اړتیا لري او دا چاره دایمي مالي ملاتړ غواړي.
د راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې د هېواد په ختیځ کې مالي مرستو ته اړتیا ډېره زیاته ده، په داسې حال کې چې سرچینې محدودې دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۲.۹ میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي چې ځینې یې په همدې زلزله ځپلو سیمو کې مېشت شوي دي. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه وګړي د سرپناه مرستو ته اړتیا لري.
دماشومانو د خوندیتوب بنسټ چې له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري، وايي چې په کونړ کې له زلزلې وروسته دوی له لومړنیو نړیوالو بنسټونو څخه وو چې مرستې یې پیل کړې.
