د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین، نعیم وردګ وايي چې کوېټ به په راتلونکو ورځو کې په دغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د دوی دیپلوماتان ومني. د کوېټ حکومت تر اوسه د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې هند هم په روان لمریز کال کې په نوي ډهلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دیپلومات منلو اقدام وکړ؛ هغه اقدام چې له غبرګونونو سره هم مخ شو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال د دغه ګام په تړاو په یوه خبري ناسته کې وویل چې طالبانو نور احمد نور په نوي ډهلي کې د شارژدافیر په توګه معرفي کړی او هغه به په همدې چوکاټ کې د افغانستان د سفارت چارې مخکې وړي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له څلورو کلونو څخه په زیاته موده کې، د ایران، روسیې، چین، ازبکستان، پاکستان او ځینو اروپایي هېوادونو په ګډون څو هېوادونو د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو دیپلوماتان منلي؛ خو له روسیې پرته تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندنې اقدام نه دی کړی.
د ترهګریزو ګواښونو زیاتوالی، له هغو ترهګرو ډلو سره مبارزه چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګټې ګواښي، بشري حقونه او په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت جوړول، له هغو کلیدي مواردو څخه دي چې نړۍ د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ورباندې ګوته ایښې ده.
پدې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سلواغې په ۲۳مه، پر طالبانو او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښونکو بنسټونو باندې د بندیزونو د څار ټیم ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.
دا پرېکړه د یو پرېکړه لیک په تصویب او په اتفاق سره د ۱۵ موافقو رایو په ورکولو سره وشوه. د دغه پرېکړه لیک مسوده د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوې او شورا ته وړاندې شوې وه.
په دې اقدام سره، د طالبانو پر ضد د ۱۹۸۸ رژیم په نوم بندیزونه د یو بل کال لپاره وغځېدل او د طالبانو د یو شمېر مشرانو د سفر د ممنوعیت د معافیت لړۍ هم دوام ونه موند.
طالبانو مخکې له نړۍ غوښتي وو چې بندیزونه لغوه کړي؛ خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت دوام، د ښځو په وړاندې تبعیض او د پراخ بنسټه حکومت نشتوالی، د امنیت شورا لخوا د دغو بندیزونو د دوام اصلي لاملونه بلل شوي دي.
