امنیت

ایران :د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت اندېښمن کړي یو

انځور- دایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ، اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي وضعیت په اړه اندېښمن دی او د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې به «د دې دوو هېوادونو له پولو بهر هم اغېزې» ولري.

هغه په یوه خبري ناسته کې وویل چې ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هڅو او همکارۍ ته چمتو دی.

بقایي وویل: «موږ د دې وضعیت په اړه اندېښمن یو. حق هم لرو چې اندېښمن واوسو؛ ځکه چې دواړه هېوادونه زموږ مسلمان ګاونډي دي او د دې دوو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ رامنځته کېدل او زیاتېدل به د دغو دوو هېوادونو له پولو بهر هم پایلې ولري».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دوی سپارښتنه تل خبرې اترې، زغم او پر ډیپلوماټیکو لارو د اختلافونو حل دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ تلپاتې سپارښتنه خبرې، زغم او د ډیپلوماټیکو لارو څخه د اختلافونو د لیرې کولو هڅه ده او موږ تل خپل چمتووالی اعلان کړی چې د کړکېچ د مخنیوي لپاره له خپلو غوره هڅو کار واخیستل شي.»

اسماعیل بقایي هیله څرګنده کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ «د نېک نیت پر اساس خبرې اترې» د رامنځته شوي وضعیت د پای ته رسېدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ ترینګلتیاوې په دې وروستیو کې زیاتې شوي او پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طالبان په خپله خاوره کې ټي‌ټي‌پي ته په پناه ورکولو تورن کړي دي.

دوی ادعا کوي چې دا ډله خپل بریدونه په پاکستان کې د ترسره کولو لپاره له همدې پناه ځایونو سمبالوي.

د دې ادعاوو په دوام، پاکستاني پوځیانو تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو برخو، لکه کابل او ختیځو ولایتونو کې څو ځله هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د ټي‌ټي‌پي غړي یې په نښه کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې پاکستاني جنګي الوتکو د شنبې په شپه د کب پر ۲مه، د ننګرهار خوږیاڼي، غني‌خیل او بهسود ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ بمبار کړې.

د طالبانو دفاع وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې وویل چې دوی به په «مناسب وخت کې حساب شوی ځواب» ورکړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: «پر ملکي اهدافو او دیني مرکزونو برید، د پاکستان د پوځ د استخباراتي او امنیتي ماتې روښانه نښه ده او دا ډول تکراري تېري به هیڅکله د هغوی کورنۍ ماتې پټې نه کړي».

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان پټنځایونه په نښه کړي او نږدې ۷۰ «ترهګر» یې وژلي دي. خو طالبان بیا دا بریدونه پر ملکي وګړو تېری بولي او وايي چې په بهسودو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت مخکې ویلي و چې دا بریدونه په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د شویو ځانمرګو بریدونو په بدل کې شوي دي. ویل کیږي د هغو بریدونو مسؤلیت ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان منلی و.