متحده ایالتونه

سترې محکمې د ټرمپ واک محدود کړ؛ ټرمپ نوی ۱۰٪ محصول ولګاوه

انځور- ارشیف څخه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سترې محکمې هغې پرېکړې ته په کلکه غبرګون ښودلی چې د محصول په لګولو کې یې د هغه واکونه محدود کړي دي. ټرمپ پر قاضیانو له نیوکې سره سم اعلان وکړ چې د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توکو سمدستي نوی ۱۰ سلنه محصول لګوي.

سترې محکمې د جمعې په ورځ په یوه تاریخي حکم (۶ د ۳ پر وړاندې) کې وویل چې ولسمشر دا واک نه لري چې په یوازې ځان او په مستقیم ډول پر بهرنیو وارداتو محصول وټاکي.

محکمې ټینګار وکړ چې د اساسي قانون له مخې، یوازې کانګرس د مالیاتو او محصول د ټاکلو حق لري. چیف جسټس جان رابرټس په خپله پرېکړه کې ولیکل: “حکومت دا مني چې ولسمشر د سولې په وخت کې د محصول لګولو ذاتي واک نه لري… متحده ایالات له نړۍ سره په جګړه کې نه دي.”

ټرمپ که څه هم د محکمې حکم ومانه او خپل پخواني محصولات یې لغوه کړل، خو سمدستي یې یو نوی فرمان لاسلیک کړ.

هغه د ۱۹۷۴ کال د سوداګرۍ قانون له ۱۲۲مې مادې څخه په استفادې، پر ټولو هېوادونو نوی ۱۰ سلنه محصول ولګاوه.

دا قانون ولسمشر ته اجازه ورکوي چې د ۱۵۰ ورځو لپاره تر ۱۵ سلنې پورې محصول وټاکي، خو دا اقدام هم له قانوني ننګونو سره مخ کېدای شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته په غوسه وویل: “زه د محکمې پر ځینو غړو شرمېږم چې زموږ د هېواد لپاره یې د سمې پرېکړې مېړانه نه درلوده.” هغه په غیر مستقیم ډول ادعا وکړه چې محکمه د بهرنیو ګټو تر اغېز لاندې راغلې ده.

د محکمې دې پرېکړې او د ټرمپ نوي غبرګون یو ځل بیا نړیوال بازارونه له ابهام سره مخ کړي دي.

پانګوال او شنونکي اندېښنه لري چې دا پرېکړه به د هغو سوداګریزو تړونونو برخلیک هم له خطر سره مخ کړي چې په تېرو څو میاشتو کې د ټرمپ د ادارې لخوا لاسلیک شوي وو.

دغه راز د هغو ۱۷۵ میلیارده ډالرو برخلیک هم نامالوم دی چې ټرمپ تر دې وړاندې له واردونکو څخه په “ناسم قانوني تعبیر” ټول کړي دي.

سره له دې چې د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ دا پرېکړه د ولسمشر لپاره یوه ننګونه بولي، خو وایي چې حکومت به له نورو لارو خپلې موخې تعقیب کړي.