ننګرهار کې د بزګرۍ د نوې بڼې دود ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.
بزګران وایي، اوس په دغه ولایت کې د شنو خونو تولیدات زیات شوي او تر ډېره یې د بازار غوښتنه پوره کړې ده.
د ننګرهار کانال ریاست تازه په دې ولایت کې سل شنې خونې جوړې کړي، چې اوس پکې بېلابېل ډوله کرلې ترکاري حاصل ته رسېدلې ده.
طالب مسوولان وایي په شنو خونو کې تر ډېره غېرې موسمي ترکارۍ او مېوې تولیدېږي.
د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو رییس وایي، د دوی له لوري په جوړیو شویو سلو شنو خونو کې اوس مهال بادرنګ، رومي، مرچ او نورې ترکارۍ حاصل ته رسېدلې او بازار ته یې د وړاندې کولو بهیر روان دی.
د ننګرهار د کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم زیاتوي، چې د اټکل له مخې به سږنی حاصل د تېر په پرتله لوړ او دوی به د پام وړ عواید ترلاسه کېږي.
کظیم زیاتوي: «د کانال ریاست له خوا اوسمهال په دغه ولایت کې سل شنې خونې جوړې شوې، هڅه مو دا ده هغه شنې خونې، چې موږ یې لرو بازار کې د تازه ترکارۍ اړتیاوې پوره کړي.»
هر کال د کانال ریاست د شنو خونو حاصل په قراردادي ډول پلورل کېږي او په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
جان ولي هم په یادو شنو خونو کې کار کوي. هغه وایي، تر دې وړاندې له پاکستان څخه غیر موسمي ترکاري او مېوه راتله چې په دې سره اوس تر یوه بریده په هېواد کې دننه د بازار غوښتنه پوره کېږي.
نوموړی وایي، که طالبان په دې برخه کې پام ډېر کړي ښايي ډېر ژر له بهر څخه د تازه ترکاریو برخه کې د وارداتو مخه ونیول شي.
دغهراز محمدجان ورته کار کوي. دی له طالبانو غواړي، چې د شنو خونو د پرمختګ لپاره د تخمونو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړی وایي، په دې سره به دوی وکولای شي په لوړه کچه حاصل ولري ترڅو په غېرې موسمي وخت کې پرې د خلکو اړتیا پوره شي.
دی وایي: «که له موږ سره مرسته وشي نو ډاډ ورکوم، چې ښه حاصل به ولرو، هره شنه خونه کابو تر ۳ لکه او ۷۰ زره افغانۍ لګښت لري که ورته پام کم شي نو زیان کوي.»
د ویلو ده، چې که څه هم اوسمهال د پخوا په پرتله په ختیځ کې د شنونو خونو شمېر زیات شوی خو په ورته مهال غوښتنې کېږي، چې طالبان او ملي سوداګر دې د سړو خونو جوړولو لپاره اقدام وکړي ترڅو پکې ډېره تولید شوې ترکاري او مېوې وساتل شي او د اړتیا پر مهال بازار ته وړاندې شي.
عام خلک هم په دې نظر دي، چې تر ډېره د دوی په کرنیزو ځمکو رسېدلې ترکاري د سړو خونو د نشتون له امله بېځایه ځي او زیاتوي که دې برخې ته پام وشي ښایي په هېڅ وخت کې د افغانستان بازارونه له تازه ترکاریو او مېوو بېبرخې نه شي.