افغانستان

اوچا: د وروستیو ورښتونو له امله په هېواد کې د وچکالۍ وضعیت نسبي ښه شوی دی

انځور- ارشیف څخه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» د وچکالۍ د ترکیب شوي شاخص پر بنسټ راپور ورکړی، چې د وروستیو بارانونو او واورو له امله په ځینو سیمو کې د وچکالۍ وضعیت نسبي ښه شوی او «له وچکالۍ پرته شرایطو» ته بدل شوی دی.

په دغه راپور کې دایکنډي، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، نیمروز، نورستان او اروزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې د تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې یې تر ټولو ډېرې واورې او بارانونه لیدلي دي.

خو دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغانستان په نورو برخو کې وضعیت تر ډېره بې بدلونه پاتې او د «خبرداري» په کچه کې دی.

په راپور کې راغلي، هغه طبیعي یخچالونه چې پخوا د وروستیو وچکالیو له امله سخت ځپلي وو او په ډېری حوضو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي وو، اوس یې په ځینو سیمو کې د واورې په پنډوالي (عمق) کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

اوچا زیاته کړې چې د ساحوي پراختیا له نظره، د واورې پوښښ هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله په ځینو سیمو کې خورا ښه وضعیت لري.

د دغه بنسټ په وینا، احتمالاً د واورې او باران زیاتوالی به د پسرلني غنمو پر کښت او تر هغه مهم، د کرل شویو تخمونو پر سالمې ودې مثبت اغېز وکړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې وچ اقلیم لري.

سره له دې، په راپور کې ټینګار شوی چې د هوا حالات لا هم په بېلابېلو سیمو کې متفاوت دي او په هغو برخو کې چې ورښتونه تر اوسط کچې کم دوام لري، د هېواد د سویلي برخو په ګډون، تمه کېږي چې د خاورې د لندبل کمښت (تنش رطوبتی) به دوام ومومي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ میلادي کال د ډسمبر تر پایه هغه سیمې چې د خبرداري په کچه کې پاتې دي، شمالي، شمال ختیځې، ختیځې (له نورستان ولایت پرته)، سویل ختیځې سیمې، مرکزي لوړې سیمې (له دایکنډي ولایت پرته) او د هېواد د پایتخت سیمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې د هېواد په لوېدیځه سیمه کې د بادغیس ولایت په ځینو برخو کې وضعیت ښه شوی دی. خو بیا هم ځینې کوچنۍ برخې د خبرداري په کچه کې پاتې دي، چې دا د وچکالۍ تر اغېز لاندې د نباتي پوښښ وده ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو بنسټونو تر دې وړاندې په وار وار په هېواد کې د دوامدارو وچکالیو د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

دغو بنسټونو په خپلو راپورونو کې ټینګار کړی و چې وچکالي د طبیعي پېښو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د اجباري راستنېدو ترڅنګ د هېواد اقتصادي شرایط نور هم ستونزمنوي.