په پېښور کې د ترهګرۍ ضد یوې سترې غونډې ته په وینا کې، د پښتونخوا نشنل عوامي پارټۍ شریک مشر مختار یوسفزي وویل چې د پاکستان ریاست ټول تمرکز د پښتون قوم پر محکوم ساتلو او په افغانستان کې د کړکېچ پر دوام راټول دی.
مختار یوسفزي زیاته کړه چې د پنجاب واکمنه طبقه د پښتون په اړه یوازې یو سوچ لري او هغه د پښتنو د سر پورته کولو مخنیوی دی.
هغه په ډاګه کړه: «که تاسو د پاکستان داخله او خارجه پالیسۍ په ژور نظر مطالعه کړئ، نو جوته به شي چې دواړه د پښتون په خلاف دي. د دوی خارجه پالیسي دا ده چې افغانستان به څنګه وهي، څنګه به هلته ستونزې جوړوي او څنګه به یې لاندې کوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې وضعیت خورا کړکېچن شوی دی. پرون د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ګواښ وکړ چې ښايي هېواد یې تر روژې مخکې د ټيټيپي د ځپلو لپاره پر افغانستان پوځي برید وکړي.
خو بل لور ته د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن بیا پر نظامي ادارو نیوکه کوي او وايي چې ریاست «د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچوي.»
مولانا په خپله وروستۍ وینا کې پوښتنه کړې: «له افغانستان څخه یو دانه انار نشي راتللی، خو دوی وايي ترهګر له افغانستانه راځي؛ که راځي نو ولې یې څوک مخه نه نیسي؟»
مختار یوسفزي د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دا هېواد د ترهګرۍ قرباني دی. هغه وویل چې ترهګري د پاکستان د خپلو استخباراتي او پوځي ادارو محصول دی:
نوموړي وویل:«که د پاکستان طالب دی او که د افغانستان؛ دا دواړه د یوې کارخانې پیداوار دي. دا ترهګري ‘میډ ان پاکستان’ ده. هلته چې کوم حاکمان ناست دي، هغوی هم پوهېږي چې دوی ته چا تعلیم او تربیه ورکړې ده.»
یوسفزي دغه راز په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت هم سخت خفګان څرګند کړ او ویې ویل چې نن هلته نیم نفوس (ښځې) په بشپړ ډول محوه شوي دي. هغه دا وضعیت د جاهلیت له زمانې سره تشبیه کړ چې عربو به خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې.
مختار یوسفزي په پای کې ټینګار وکړ چې تر څو د پښتون افغان په اړه د پاکستان دښمنانه پالیسي بدله نشي، په سیمه کې امن ناممکن دی. هغه پر پښتنو غږ وکړ چې خپل دښمن وپېژني او د خپلې بقا لپاره یو موټی شي.
پر پاکستان دا نیوکي په داسې حال کې اوج ته رسېدلي چې په تېرو څو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. اسلاماباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه بریدونه پلانوي؛ هغه تور چې په کابل کې د طالبانو حکومت تل رد کړی او دا یې د پاکستان داخلي ناکامي بللې ده.
له بلې خوا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سیاسي حرکتونه او ملتپال ګوندونه، پر ریاست تور پورې کوي چې د ترهګرۍ په نوم نوې لوبه پیلوي ترڅو پر پښتنو خپله ولکه ټینګه کړي او په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یو ځل بیا د جګړې اور ته لمن ووهي.
