کرملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیه پلان لري د وینزویلا د تېلو په سوداګرۍ کې د امریکا د نویو محدودیتونو په اړه له واشنګټن څخه سپیناوی وغواړي.
د امریکا د خزانې وزارت د سې شنبې په ورځ یو «عمومي جواز» صادر کړ ترڅو په وینزویلا کې د تېلو او ګازو د سپړنې او تولید په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. خو په دغه جواز کې روسي او چینايي وګړو یا بنسټونو ته د معاملو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کرملین ویاند، دمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې روسیه به د شته مخابراتي چینلونو له لارې له واشنګټن سره دا وضعیت روښانه کړي.
پیسکوف وویل: «موږ په رښتیا هم په وینزویلا کې پانګونه لرو، اوږدمهاله پروژې لرو او هلته زموږ او زموږ د وینزویلايي شریکانو ګټې نغښتې دي. له همدې امله، دا هر څه د دې لامل کېږي چې له امریکایانو سره پرې خبرې وشي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ډول د وینزویلا د تېلو د سترو زېرمو (چې په نړۍ کې تر ټولو لويې دي) د کنټرول په اړه خبرې کړي، ترڅو د نیکولاس مادورو له پرځولو وروسته یې د امریکايي شرکتونو سره یوځای اداره کړي. مادورو بیا د امریکا لخوا پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د روسیې د انرژۍ شرکت «روسزاروبیژنفټ»چې په دغه جنوبي امریکایي هېواد کې فعالیت کوي، تېره میاشت ویلي وو چې په وینزویلا کې د شرکت ټولې شتمنۍ د روسیې ملکیت دی او دوی به هلته له خپلو نړیوالو شریکانو سره خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
روسیې له ډېرې مودې راهیسې له وینزویلا سره نږدې اړیکې پاللي چې په کې د انرژۍ همکاري، نظامي اړیکې او د لوړې کچې سیاسي تماسونه شامل دي او مسکو د کلونو راهیسې د کاراکاس (د وینزویلا پلازمېنه) ډیپلوماټیک ملاتړ کړی دی.
