د قحطۍ د خبرداري شبکې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان به په راتلونکو درېیو میاشتو کې د سړې هوا او د خلکو د عایداتو د کمښت له امله، له لوږې او د بېړني حالت له پایلو سره مخ شي.
د قحطۍ د خبردارۍ شبکه په ۱۹۸۵ میلادي کال کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) لخوا په ختیځه او لوېدیځه افریقا کې د ویجاړونکو قحطیو په غبرګون کې رامنځته شوه، ترڅو د خوړو د خوندیتوب د احتمالي بحرانونو په اړه پر وخت او دقیق خبرداری ورکړي.
دا شبکه اوس د نړۍ په ۳۰ هغو هېوادونو کې چې د خوړو له پلوه خوندي نه دي، د افغانستان په ګډون فعالیت کوي او له بشري بنسټونو سره د مرستو په پلانونو کې مرسته کوي.
یادې شبکې په خپل راپور کې ټینګار کړی چې تمه کېږي د روان کال له فبرورۍ میاشتې څخه په هېواد کې د لوږې د حاد بېړني حالت نښې څرګندې شي؛ ځکه کورنۍ خوړو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې ویل شوي چې د لوږې وضعیت به په فاریاب، غور او ډایکنډي ولایتونو کې خورا شدید وي؛ ځکه په دغو ولایتونو کې کورنۍ د خپلو کرنیزو محصولاتو هیڅ ډول زېرمه نلري او وړاندوینه کېږي چې د خوړو لپاره به په بشپړ ډول بازار ته اړ وي، هغه هم په داسې حال کې چې د پېرلو ځواک یې خورا کمزوری دی.
راپور زیاتوي، سره له دې چې د خوراکي توکو بیې ثبات لري، خو تمه ده چې د کورنیو عاید به محدود پاتې شي؛ ځکه په سړه هوا کې د کرنې او ورځنۍ مزدورۍ فرصتونه په بې مخینې ډول کم شوي دي.
د قحطۍ د خبرداري شبکه وايي، په هېواد کې بېوزله کورنۍ به په راتلونکو درېیو میاشتو کې په ډېر احتمال سره د ژوند تېرولو منفي لارو چارو ته مخه کړي، چې په هغو کې د خپلو وروستیو مالونو پلورل، د لورانو په کم عمرۍ کې ودول او د خوړو پیدا کولو لپاره سوالګري (ګدایي) شامل دي. له بلې خوا، دا شبکه زیاتوي چې د درېیمې مرحلې یا تر فشار لاندې بحران اغېزې به د می تر میاشتې پورې د هېواد په نورو برخو کې هم په پراخه کچه پاتې شي.
دغې شبکې پرلهپسې وچکالي، له بهره کورنیو ته د استول کېدونکو پيسو کمښت، محدود کاري فرصتونه، د زیات شمېر کډوالو راستنېدل، د هېواد اقتصادي رکود او د کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي اړتیاوو د پوره کولو ناتواني د اوسني او راتلونکي وضعیت اصلي لاملونه بللي دي.
