د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د بېوزلۍ له زیاتېدو او اړمنو کورنیو ته د حیاتي مرستو له نه رسېدو شکایت کوي.
دوی وايي د ژمي په رارسېدو او د کاري فرصتونو په کمېدو سره، د ډېری کمعاید لرونکو کورنیو، په ځانګړې توګه د یتیمانو او کونډو ژوند د لوږې له جدي خطر سره مخ شوی دی. دوی ټینګار کوي چې ډېری کورنۍ ان د شپې او ورځې د وچې ډوډۍ پیدا کولو وړتیا هم نلري.
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ځینې کورنۍ له مناسبې سرپناه پرته ژوند کوي او له میاشتو راهیسې د ژوند له لومړنیو اړتیاوو لکه اوړو او غوړیو بېبرخې پاتې دي. له یوې خوا د سړې هوا فصل او له بلې خوا اقتصادي ستونزې، ورځ تر بلې د دوی ژوند ستونزمنوي.
د ارزګان یوې اوسېدونکې، فېروزې وویل: «په دې درېیو میاشتو کې مو غوړي نه دي لیدلي، غوړي نلرو. یوازې له کلي ډوډۍ ټولوو، یتیمانو ته یې راوړو، هغوی ژاړي. دومره ډوډۍ هم نلرو چې موږ یې پخپله وخورو. کورونه مو ټول وران شوي او په کرایه ناست یو.»
د دغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي ټینګار کوي چې بشري مرستې واقعي اړمنو ته نه رسېږي او بېسرپرسته کورنۍ، یتیمان او معلولین له دې مرستو بېبرخې پاتې دي.
د ارزګان بل اوسېدونکی عبدالولي وايي: «د هغو خلکو لپاره چې یتیمان، کونډې او معلولین دي، هیڅ ډول مرسته نه ده شوې. موږ کډوال یو، کورونه مو وران شوي او تر اوسه مو هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.»
اړمنې کورنۍ له مسؤلینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې هر څه ژر یې وضعیت ته پاملرنه وکړي. نادیه چې د ارزګان اوسېدونکې ده، وايي: «له موږ سره دې مرسته وکړي. ژمی سوړ دی. سږ کال به په ارزګان کې خلک له بېوزلۍ مړه شي.»
د ارزګان اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې که بېغوري دوام ومومي او فوري مرستې ورنهرسېږي، په دغه ولایت کې به انساني ناورین نور هم پراخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته، د پلازمینې په ګډون د هېواد په ډېری برخو کې اقتصادي ستونزې او وزګاري زیاته شوې او د وګړو ژوند ورځ تر بلې تریخ شوی دی.
