د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه د دلوې په ۱۵مه، د داعش او د دغې ډلې د خراسان څانګې په ګډون د ترهګریزو ګواښونو په اړه ځانګړې ناسته کوي.
امنیت شورا ویلي چې د دې ناستې محور د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ۲۲م ستراتیژیک راپور دی.
ټاکل شوې دا ناسته د کابل پر وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې په نیویارک کې پیل شي.
د امنیت شورا په اعلامیه کې د سرمنشي د راپور په حواله راغلي چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان په شمال او له پاکستان سره په فرضي کرښه نیږدې سیمو کې فعاله ده.
د دې اعلامیې پر بنسټ، داعش خراسان په سیمه ییزه کچه د پام وړ عملیاتي وړتیا لري او موخه یې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د بریدونو ترسره کول دي.
په اعلامیه کې د بېلګې په توګه یادونه شوې چې د روان میلادي کال د جنوري پر ۱۹مه، داعش خراسان په کابل کې برید وکړ چې په پایله کې یې شپږ افغانان او یو چینایي وګړی ووژل شول.
د امنیت شورا غړو د جنوري په ۲۱مه په هغې اعلامیه کې چې د چین لخوا لیکل شوې وه، دغه برید په کلکه وغانده.
دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې طالبانو تر دې وړاندې په افغانستان کې د داعش او د هغې د خراسان څانګې شتون او فعالیت رد کړی او ادعا یې کړې چې په بېلابېلو عملیاتو کې یې دا ډله له منځه وړې ده؛ خو امنیت شورا بیا دغه ډله په سیمه کې د ځواکمنو بریدونو وړونکې بولي.
تمه ده چې په دې ناسته کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست مرستیال الکساندر زوئف او د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي رییسه ناتالیا ګرمن وینا وکړي.
د ناستې مشري به د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پارلماني مرستیال کریس المور پر غاړه ولري.
